په پاکستان کې د تحریک انصاف اؤ پیپلز ګوند لخوا د اقتدار سمبالولو څخه له انکار وروسته په مرکز کې د یوازیني ستر پاتې شوي سیاسي ګوند پاکستان ملسم لیګ (ن) مشرانو هم د ګوند مشر میا نواز شریف ته د اقتدار نه قبلولو مشوره ورکړې ده.
بیلا بیلو پاکستاني رسنیو ویلي مسلم لیګي مشرانو اقتدار نه د تېرېدو دا مشوره د جمعې په ورځ د نوازشریف په مشرۍ لاهور کې د ګوند د راجوړې شوې غونډې په مهال ورکړې ده .
یاد ګوند لا په دې اړه کوم رسمي بیان نه دی خپور کړی.
په اتمه فرورۍ پاکستان کې ترسره شوؤ انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ تر ټولو زیاتې څوکۍ د تحریک انصاف ګوند ازادو امیدوارانو ګټلي چې شمیره یې 92 ده.
ورپسې زیاتې څوکۍ بیا د مسلم لیګ(ن) ګوند په لاس کې دي چې شمېره یې 79 ته رسېدلې ده اؤ په دریم نمبر ورپسې د پیپلز ګوند د ګټلو څوکیو شمیره 54 ده .
په دغو دریواړو ګوندونو کې یو ګوند هم ددې جوګه نه دی چې مرکز کې پخپل سر حکومت جوړ کړي.
د انتخاباتو د نتیجو مخې ته له راتلو وروسته څېړونکو هیله ښکاره کوله چې په مرکز کې به مسلم لیګ(ن) اؤ پیپلز ګوند د څو نورو وړو ګوندونو اؤ ازادو امیدوارانو په مرسته خپل حکومت جوړ کړي خو پیپلز ګوند په شورو کې هڅه کوله چې په نوي حکومت کې د وزیراعظم څوکۍ باید ددغه ګوند د مشر بلاول بوټو ته ورکړل شي اؤ پاکستاني مطبوعات وایي چې مسلم لیګ(ن) ورسره دا خبره نه ده منلې.
همدا شان تحریک انصاف ګوند له وړاندې څخه اعلان کړی چې د مسلم لیګ(ن) اؤ پیپلز ګوند سره به په ګټه حکومت نه جوړوي اؤ اسمبلۍ کې به د اپوزیشن په کرسیو کښیني .
روانه اوونۍ د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم اعلان کړی ؤ چې د هغه ګوند به د وزیراعظم په ټاکنه کې خپلې رای د مسلم لیګ(ن) کاندید ته ورکوي خو په حکومت کې به ورسره نه شامیلږی.
د تحریک انصاف اؤ پیپلز ګوند لخوا حکومت کې د نه شاملېدو له اعلانونو وروسته د جمعې په ورځ په راییونډ لاهور کې د مسلم لیګ (ن) دمشرانو یوه مهمه غونډه ددغه ګوند د مشر نواز شریف په مشرۍ راجوړه شوې چې په کې په حکومتۍ سازۍ خبرې اترې شوې دي.
پاکستاني رسنۍ وایي په دغه مهمه غونډه کې د نواز شریف ترڅنګ شهباز شریف، مریم نواز، اسحاق ډار،مریم اورنګزیب اؤ نورو مهمو مشرانو هم ګډون درلودو اؤ زیاتوي په غونډه کې د ګوند زیاتره مشرانو مشرانو مشوره ورکړې ده چې که پیپلز ګوند حکومت کې نه شاملیږي نو په یوازې ځان بیا مسلم لیګ(ن) نواز هم باید خپل حکومت جوړ نه کړي.
رسنۍ وایي د ګوند مشرانو پخپلو مشرانو کې ویلي چې ګوند یې باید ټوله توجو یوازې په پنجاب کې خپل حکومت راجوړولو ته وګرځوي اؤ په مرکز کې دې یو داسې کمزوری حکومت قبول نه کړي چې ګام په ګام د پیپلز ګوند مرستې ته اړ پاتې شي.
خو پاکستاني رسنۍ بیا زیاتوي چې یو شمیر مشرانو دا هم ویلي چې د پاکستان موجوده حالاتو کې باید د سیاست ژغورلو پځای ریاست وژغورل شي اؤ چې هر شان وي ګوند دې خپل حکومت جوړ کړي تر څو ملک د روانو اقتصادي جنجالونو نه وباسي.
د پاکستان ډان،جیو، ایکسپریس اؤ بیلابیلې نورې رسنۍ وایي چې په دغه غونډه کې ویل شوي چې د ملک په موجوده ګډ وډ اقتصادي صورتحال کې باید ټول سیاسي ګوندونه په یو صف کې ودرول شي اؤ مرکز کې دې د ګډ حکومت جوړولو په رائ اتفاق راوستل شي.
غونډه کې ویل شي چې د ملک موجوده اقتصادي وضعیت زیات کړکیچن شوی اؤ هیڅ یو ګوند په یوازې ځان ددې وضعیت نه د وتلو توان نه لري نو ځکه باید مسلم لیګ(ن) هم باید ټول بوج پخپلو اوږو وانه خلي.
رسنۍ زیاتوي چې په دې غونډه کې مرکز کې د حکومت جوړولو په اړوند هیڅ غوڅه پرېکړه ونه شوه اؤ د ګوند مشرانو دې لړ کې د یوې بلې غونډې په کولو هم ټینګار کړی..
پېښور —
Forum