لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سېنېټ په انتخاباتو کې د زر او زور استعمال د پاکستان بنيادونه څنډولي، اڅکزی


 محمود خان اڅکزی
محمود خان اڅکزی

د پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي​ د سېنېټ ترسره شوؤ انتخاباتو ته په غبرګون کې ويلي، چې "د سېنېټ په انتخاباتو کې د زر او زور استعمال کيږي د پاکستان بنيادونو به وڅنډيږي" .

نوموړی وايي "ائين په خطره کې دی پاکستان په خطره کې دی" او په کوم انداز چې پروني انتخابات شوي دي دا د پاکستان د بربادۍ بنياد اېښودی شوی دی.

نن د سه شنبې/ نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وېنا کې ښاغلي اڅکزي وويل، پرون چې په سېنېټ کې څه شوي دي دا زمونږ (پاکستان) په سياسي تاريخ تر ټولو زيات تور داغ دی.

پرون د دوشنبې/ ګل په ورځ د سېنېټ په ترسره شوؤ انتخاباتو کې د چيرمېن په سيالۍ کې د مخالفه ګوندونوپيپلز ګوند او تحریک انصاف شريک کانديد صادق سنجراني ۵۷ رايې اخستی او د حکومت واکمنه ګوند مسلم ليګ ن او اتحادي ګوندونو راجه ظفرالحق ۴۶ ووټونه ترلاسه کړي دي.

د مرستيال چيرمېن دپاره د پيپلز ګوند سره د مخالفه ډلو سليم مانډي والا ۵۴ ووټونه اخستي او کامياب شوی دی، د هغه په مقابله کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان خان کاکړ چې د مسلم ليګ ن او نورو اتحاديانو شريک کانديد وو ۴۴ رايې اخستي دي.

د سېنېټ د ټاکنو وروستو په ټولنيزو رسنیو دا بحث تود شوی چې د پيپلز ګونداو تحريک انصاف اسټبلشمنټ پلوه کانديدانو د سېنېټ انتخابات ګټلي دي.

پرون د سېنېټ د انتخاباتو وروستو د مسلم ليګ ن اتحادي نيشنل پارټۍ مشر حاصل بزنجوهم په سېنېټ کې د انتخاباتو په سر خبرې کړي او ويلي يې ؤ، "چې نن پارليمان وبايلله او نن په عملي توګه ثابته شوه چې بالادست قوتونه د پارلیمان نه هم بالادست دي".

هغه ويلي ؤ "بالادست قوتونو د پارليمان نه منډۍ جوړه کړې ده، پارليمان په بشپړ ډول بايللې د صوبايي اسمبليو نه منډۍ جوړې شوي او ماته دلته په ناسته شرم راځي".

ښاغلي اڅکز ي نن په خپله وېنا کې وويل، زه د قانون او ائين په دايره کې دننه د پاکستان په ټولو جمهوري قوتونو غږ کوم چې زمونږ د اتحاد او اتفاق او د دې جګړې پېل شوی دی او زه د د جمهوري او غېر جمهوري قوتونو د دې جګړې سپاهي يم.

نوموړي زیاته کړه ، زه د ائين سره يم "څوک جرنېل، څوک بېورو کرېټ، څوک سیاسي سړی څوک چې د ائين قدر نه کوي زه هغه د پاکستان دوست نه ګڼمه".

محمود خان اڅکز ي زياته کړه په دنيا کې په لمړي ځل ضمير خرڅوونکي ته محب وطن ويلی شي او چې ضمير نه خرڅوي هغه ته د پاکستان دښمن ويلی کيږي دا دښمني ماته قبوله ده".

هغه وويل په ملک کې درې نمونې خلک د ايين د ساتنې سوګند پورته کوي، هر پوځي سپاهي د جرنېل پورې، هر جج وړوکی او غټ او هر يو پارليمنټېرين خو دلته د ائين سره لوبې کيږي.

محمود خان اڅکزی وويل "ما دا ګستاخي کړې وه چې زمونږ د صوبې الېکشن کېدو ما دا ويلي ؤ چې د هغه ځای يو پوځي افسر ، د هغه مې نوم اخستی ؤ د هغه عهده مې ويلې وه چې لاس وهنه کوي خلک ويروي خلک د بيعې اخلي او هغه د ائين ښکاره سرغړونه وه".

هغه وويل ما د وزیراعظم نه غوښتنه کړې وه چې زما د تورونو پلټنې دې وکړی شي که زه غلط وګرځېدم ما له د خپلې خوښې سزا راکړئ او که هغه غلط ثابت شو د نوکرۍ نه يې لرې کړئ.

هغه زياته کړه چې کله نوازشريف ویستی شوی ؤ ما هغه وخت ویلي ؤ چې نن د جمهوري او غېر جمهوري قوتونو وروستۍ جګړه پېل شوه مونږ د جمهوري قوتونو سره ودرېدو ويلي ؤ خو پرون مونږ د هغې لمړی پړاؤ د " زور او زر په نتيجه کې وبايلو".

ښاغلي اڅکزی وويل ائين په خپله وايي چې "کوم خلک د ائين مخالفت کوي د هغه خلاف بغاوت جايز دی".

هغه زياته کړه مونږ په دې مجبورول کيږي چې مونږ لارو کوڅو پله مخه وکړو.

نوموړي د خپلې وېنا په اخره کې وويل "چې تا څوک نيسي نا، ما ور ته وويل چې ما به نيسي نا وژني به مې، زه هر څه تيار يم خو زما مرګ به په پاکستان حمله وي او د پاکستان بنيادونو وڅنډول شي"

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG