د پاکستان د موسمياتو محکمې راتلونکې اوونۍ په ملک کې د ګرمۍ د څپې يا هيټ ويو د راتلو وړاندوينه کړې ده چې د تودوخې درجه به د معمول څخه څو درجې زياته وي.
د موسمياتو محکمې ويلي، په هوا کې د زیات فشار د موجودګۍ له امله د ملک په زياترو برخو او په ځانګړي ډول پنجاب او سيند صوبه کې د 21م مې څخه د تودوخې د څپې جوړېدو امکان دی چې د راتلونکې اوونۍ پورې پاتې کېدی شي.
ویل شوي، د 23 نه تر 27 مې پورې په پنجاب او سيند صوبه کې د سختې ګرمۍ امکان دی.
د موسمياتو د محکمې ترمخه، اسلام اباد، خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د 21مې څخه تر 27 مې پورې د ورځې د تودوخې درجه د معمول څخه د څلورو نه تر شپږو سنټي ګرېډو پورې زياتېدو امکان دی.
ورسره ویل شوي، په پنجاب او سيند صوبو کې د 21 نه تر 23 مې پورې د تودوخې درجه د معمول څخه د څلورو نه تر شپږو سنټي ګرېډو او بيا د 23 نه تر 27 مې پورې د شپږو نه تر اته سنټي ګرېډه سېوا کېدو امکان څرګند کړل شوی دی.
پنجاب حکومت د ګرمۍ د څپې له امله د سکولونو وخت راکم کړی او ويلي يې دي سهار په اووه بجې به سکولونه خلاصيږي او په 11:30 بجې به چهټي کيږي.
د موسمياتو محکمې د 19 مې پورې د خېبرپښتونخوا په زیاتره برخو کې د ګرد الوده هواګانو او تېزو سيلو سره د باران امکان هم څرګند کړی دی، دغه ډول وړاندوينه د بلوچستان صوبې دپاره هم شوې ده.
د موسمياتو محکمې لارښوونه کړې، زميندار/ کاشتکار دې خپل معمولات موسم ته په کتلو سره ترتيب کړي.
خلک دې د ګرمۍ څخه بچ کېدو دپاره دې احتياطي تدابير ونيسي، د اوبو سم استعمال دې وکړي.
ټولو اړونده ادارو ته د چمتو پاتې کېدو ويل شوي دي.
د موسمياتو محکمې ويلي، د ګرمۍ د څپې راتلو څو علتونه دي چې پکې موسمياتي بدلون، ښارونه او ابادي سېوا کېدل او د ونو يا ځنګلونو پرې کول شامل دي.
د ګرمۍ د څپې د اغېزو په اړه ویل شوي، د انسان وجود، ځناور او مرغان او فصلونه اغېزمنوي.
پاکستان: د موسمياتو محکمې د ګرمۍ د څپې راتلو وړاندوينه کړې ده

کراچۍ (وي او ای ډیوه) —
1
Forum