لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنس: امریکا غواړي د ایران خلک یو ډیموکراټیک راتلونکی ولري


په ایران کې د یوې اونۍ راهیسې د حکومت پرضد لاریونونه روان دي چې تر اوسه پورې په کې لږ تر لږه ۲۰ لاریون کونکي وژل شوي او په سلګونو نور د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شویدي.

پداسې حال کې چې د امنیتي ځواکونو لخوا د لاریون کونکو د ځپلو هڅه کیږي امریکا یوځل بیا د لاریون کونکو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی.

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس وایس اف امریکا سره په یوې مرکه کې ویلي چې ایراني ولس د امریکايي حکومت پوره ملاتړ لري.

(زما امید او زما دعا دا ده چې د ایران خلک پدې پوه شي چې امریکا او امریکايي ولس له دوی سره دي. موږ غواړو چې دوی یو ازاده او دیموکراتیکه راتلونکي ترلاسه کړي.)

په ایران کې د یوې اونۍ راهیسې د روان اړي گړي او لاریونونو د مخنیوي لپاره حکومت د هیواد په ښارونو کې پولیس او امنیتي ځواکونه ځای پرځای کړیدي.

د ایران حکومت ویلي چې د روانو لاریونونو تر شا د بهرنیو لاس دی خو څېړونکي وايي چې د ایران د حکومت دا خبره سمه نه ده.

د پوهنتون یو استاذ هوشنګ امر احمدي وايي:

(په لارو او کوڅو کې مظاهره کونکي بهرنیان نه دي. دوی د ایران عام خلک دی.)

د ایران ولس په حکومتي کچه د شته بډو رشوتونو او اقتصادي بحران پر ضد لاریونونه کوي چې له کبله یې د کلونو راهیسې د بې روزگارۍ کچه لوړه شوې ده او د خلکو د ژوند معیار ټیټ شویدی.

څیړونکو ویلي، د زور له کارولو سره ښايي د یوې مودې لپاره د لاریون کوونکو مخه ونیسي خو د ملایانو حکومت به د دې وړتیا و نه لري چې مخکې هم دوام وکړي.

ښاغلي هوشنګ وړاندې وویل:

(اوس حالات بدل شویدی. په ۴٠ کلونو کې دا لومړې ځل دی چې ایراني ولس د حکومت پرضد یو موټی شویدی. په کال 2009 کې مبارزه د رژیم دننه وه، د دوو ډلو ترمنځ. خو اوس خبره بل ډول ده. اوس ولس د حکومت پرضد راپاسېدلی دی او حکومت باید اوس په ډیر غور سره فکر وکړي چې څه به کوي.)

د امریکا د ولسمشر مرستیال دا هم ویلي، چې د ایران پرضد پاتې اقتصادي بندیزونه گټور ثابت شوي خو له ایران سره د شوي تړون په ترڅ کې د ایران حکومت ته ګټه رسېدلې.

ښاغلي پینس زیاته کړېده، د ټرمپ اداره غواړي پدې تړون کې یو شرط نور هم زیات کړي او هغه دا چې که چېرې ایران بیا د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه وکړي نو بیرته پرې باید اقتصادي بندیزونه ولگول شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG