دپاکستان پوځ دعوه کړې ده چې دبلوچستان ایالت دکیچ ضلعې په هوشاب سیمه کې یې دترهګرو پرضد درانه عملیات کړي چې پکې څلور وسله وال وژل شوي دي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د پوځ ویاندې اداې ایي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي چې دا عملیات دهوشاب په تلسر سیمه کې داستخباراتي معلوماتو په اساس شوي اؤ وایي دغه سیمې ته پوځیان په هیلي کاپټر کې ورننویستل شوي دي.
کیچ دایران پولې ته نزدې دبلوچستان هغه کړکیچ ځپلې سیمې ده چې وخت په وخت پکې دامنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ نښتو کې دمرګ ژوبلې رپورتونه مخې ته راځي.
پوځ وایي کله چې یې په یاده سیمه کې دترهګرو پرضد عملیات پیل کړل نو هغوئ دتېښتې هڅه وکړه خو وایي چې په لاره کې هم پوځیان ځائ پرځائ شوي وؤ اؤ دغو ترهګرو سره یې دنښتې په مهال څلور ترهګر وژلي دي.
پوځ ویلي وژل شوي ترهګر په امنیتي ځواکونو اؤ عامو وګړو بریدونو کې ککړ وؤ اؤ زمکني ماینونه یې هم خښول.
دایي ایس پي ار بیان کې ویل شوي چې د وژل شوؤ ترهګرو د ولکی نه ورته درنه وسله هم په لاس ورغلې ده.
تر دې وړاندې هم په 30م نومبر امنیتي ځواکونو په هوشاب سیمه کې د ورته عملیاتو به مهال د 10 اؤ بیا په دسمبر کې دڅلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه .
خپلواکه څېړنيزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې کال 2022م کې دپاکستان دننه د ترهګرو ډلو لخوا ټولې 375 حملې شوې دي چې په دې کې د 57 حملو پړه ټي ټي پي، داعش خراسان او بلوچستان لبریشن ارمي په غاړه اخیستې ده.
بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو د کېدونکو بریدونو پړه زیاتره بلوڅ بیلتون غوښتونکې وسله والې ډلې،داعش اؤ تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخلي خو په خېبر پښتونخوا کې بیا په امنیتي ځواکونو د زیاترو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان قبلوي.
پاکستان تور لګوي چې تحریک طالبان پاکستان وسله وال په افغانستان کي ځالې لري او د افغانستان مځکه د پاکستان خلاف حملو له کاروي خو په افغانستان واکمن طالبان دا تورونه ردوي او وايي دوى د دوحې د تړون لاندې ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد ضد کارېدو ته نه پرېږدي.