لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یو بې درکه کړې شوي پښتون ورور د منظور پښتين نه څه غواړي؟


"منظور بهاي (ورور) ته پریشانه (خفه) کیږه مه، مه په پرېشر( فشار) کې رازه، زمونږ سپورټ (ملاتړ) د تا سره دی مونږ د تا حامي( ملگري) یو"

د وي او ای ډیوه نیغ په نیغه (لایو) خپرونه کې چې کله شاه زېب ته د منظور پښتين (پښتون) سره د خبرو موقع ورکړې شوه نو هغه خپله ستونزه په ځای هېره کړه او د پښتون تحفظ مومېنټ مشر ته یې ډاډ ورکړو او ورسره یې اوگه په اوگه د ودرېدلو اعلان وکړو.

د شاه زېب ورور سیلاب عرف طلحه د طالبانو سره د ملگرتېا په تور پاکستاني پوځیانو د میرام شاه او میرالي تر منځ په یوه چېک پوسته په اگست کال ٢٠٠٩ کې نیولی وو.

د سیلاب تر اوسه څه درک نه لگي چې چرته دی، مړ دی او که ژوندی؟ د پاکستان پوځ واي چې دوي گڼ شمېر وسله وال نيولي دي او اوس د ترهگرۍ د مخ نيوي د منصوبې لاندې پرې ورباندې په پوځي عدالتونو کې مقدمې روانې دي.

په تېرو اتو کالو کې شاه زېب او دهغه د کورنۍ نور غړي دا ارمان خو لري چې سیلاب خپل کور ته ستون شي یا ورته دا معلومه شي چې سیلاب سزا شوی دی او په جیل کې پروت دی، خو دوي کله هم د کوم عدالت، ادارې، یا پوځي چارواکو نه د تپوس کولو زړه نه دی کړی. د شاه زېب په خیال دويي ویریږي چې ورور خو یې لاړو هسې نه دوي هم گېر شي.

خو اوس داسې بريښي په پښتون احتجاجي لاریون کې پورته شوو غږونو شاه زېب او دهغه د کورنۍ غړي زړه ور کړل. او شاید هم په دغه اساس شاه زېب په ریډیو د خپل ورور قېصې ویلو ته تیار شو.

او بیا کله چې شاه زیب ته په خپرونه کې د خپل اتل سره د خبرو موقع برابر شوه نو ورسره یې د ودریدلو اعلان وکړو.

"زه ویږم نه" منظور پښتين شاه زېب ته اوویل:

"زه پرېشر نه اخلم او نه ویریږم، صرف په دې خبره راته پرېشاني وي چې کله به دا خلک کورونو ته راځي،بس زما پرېشر صرف دادی چې مسایل حل شي، دا زمونږ غم وي ، نور غم مو نه وي، نور چې څوک څه کوي هغه دې کوي"

د څیړونکو په خیال د منظور پښتين په سوچ او انداز کې د یو کره قامي رهبر عکس ځليږي او لرې نه ده چې دی به د بې درکه کړې شوو خلکو په لټولو کې پوځي ادارې دې ته مجبوره کړي چې یا خو نيول شوی خلک پرېږدي او یا ورباندې په عدالتونو کې مقدمې وچلوي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:34 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG