لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې د شهري حقونو رهنما مارټن لوتر کېنګ ورځ لمانځل کېږي


ښاغلي مارټن لوتر کېنګ په امریکا کې د شهري حقونو تر ټولو فعاله افریقایي امریکایي مشر وو. د هغه په یاد کې په امریکا کې هر کال د جنورۍ د دریم گل په ورځ د هغه د زیږدنې په ورځ سرکاري رخصت وي
ښاغلي مارټن لوتر کېنګ په امریکا کې د شهري حقونو تر ټولو فعاله افریقایي امریکایي مشر وو. د هغه په یاد کې په امریکا کې هر کال د جنورۍ د دریم گل په ورځ د هغه د زیږدنې په ورځ سرکاري رخصت وي

په امریکا کې د شهري حقونو او د افریقايي امریکایانو دپاره د مساوات دپاره کارکونکي رهنما مارټن لوتر کېنګ د ګل، دوشنبې، په ورځ ولمانځل شوه او صدر جوبایډن د کېنګ د پېدایش د ورځې په مناسب په جورجیا ریاست کې په یو تاریخي چرچ کې تقریر وکړو.

صدر بایډن د اتوار، يکشنبې، په ورځ د کېنګ په اېبېنز بېټېسټ چرچ کې خپله خطبه کې په امریکا کې د جمهوریت، سیاسي اختلافاتو او د نسلي تعصب په موضوعاتو خبرې وکړې..

هغه لومړی صدر دی چې په دغه کلیسا کې یې وېنا وکړه.

صدر بایډن وویل په کانګرس د یرغل نه دوه کاله پس، په سیاسي توګه د اختلافاتو ښکار ملک کې منتخب نمایندګان او نورشخصیتونه به په مستقل ډول د ملک جمهوريت دپاره کوښښونه کوي. د هغه په قول دا د امید او ویرې، رحم او د ظلم او د انصاف او د اناصافۍ ترمنځ جنګ دی.

د مارټن لوتر کېنک جونیر د ورځ لمانځلو په مناسبت په امریکا کې عامه رخصتي یا چهټي وي، سکولونه او د وفاقي حکومت دفترونه تړل شوي وي او په دې ورځ خصوصي دستورې کېږي.

ښاغلي مارټن لوتر کېنګ په امریکا کې د شهري حقونو تر ټولو فعاله افریقایي امریکایي مشر وو. د هغه په یاد کې په امریکا کې هر کال د جنورۍ د دریم گل په ورځ د هغه د زیږدنې په ورځ سرکاري رخصت وي.

ډاکټر مارټن لوتر کېنګ په کال ١٩٥٥ کې هغه وخت شهرت ترلاسه کړو چې د امریکې د ایلاباما ریاست په منټگمري ښار کې د ښار په بسونو کې د تور پوستو افریقايي امریکنیانو او سپین پوستو دپاره د جدا جدا سټینونو خلاف يي احتجاج کامیاب شو او په بسونو کې د نسلې تفریق دغه نظام لمینځه یوړل شو.

صدر بایډن د اتوار، يکشنبې، په ورځ د کېنګ په اېبېنز بېټېسټ چرچ کې خپله خطبه کې په امریکا کې د جمهوریت، سیاسي اختلافاتو او د نسلي تعصب په موضوعاتو خبرې وکړې
صدر بایډن د اتوار، يکشنبې، په ورځ د کېنګ په اېبېنز بېټېسټ چرچ کې خپله خطبه کې په امریکا کې د جمهوریت، سیاسي اختلافاتو او د نسلي تعصب په موضوعاتو خبرې وکړې

د هغه دا تحریک په داسې وخت کې شورو شوی و چې د امریکې او په خاصه توگه د امریکې په سویلي ریاستونو کې افریقایي امریکایانو سره د رنک په اساس تعصب او توپیر کېدو او په یو بس کې به د تورپوستو او سپین پوستو دپاره بېلې بېلې چوکۍ وې.

دغه رنگ په سکولونو کې هم تورپوستي زدهکړه کوونکی د سپین پوستو خوا ته نشو کښېناستلی. په داسې حال کې ښاغلي کېکن دا نعره اوچته کړه چې امریکا کې به یوځل دغه خوب پورا کېږي چې انسانان ټول د برابرۍ په اساس پېدا شوي دي.

ډاکټر مارټن لوتر کنگ د ١٩٥٠ او د ١٩٦٠ په لسیزو د سول رائټس مومنټ یا د شهري حقونو مرکزي رهنما وو.

په کال ١٩٦٣ کې په سرښار واشنگټن کې د لاریون په موقع د اي هیو ای ډریم، ځما یو خوب په نوم تقریر هغه ته افاقي شهرت ترلاسه کړو

په دغه تقریر کې هغه وايي چې د هغه دا خوب دی چې یوه ورځ به په امریکا کې د پخواني غلامانو او پخواني د غلامانو د مالکانو بچي په یوځای ژوند کوي او شناخت به يي د رنگ او د نسل په بنیاد نا بلکې د کردار په بنیاد کیږي

په کال ١٩٦۴ کې ډاکټر کېنگ ته د امن نوبیل انعام ورکړی شو. هم دغه کال د هغه وخت د امریکي صدر لنډن جانسن هیواد کې د نسلي تعصب د خاتمي دپاره قانون لاس لیک کړو.

مارټن لوتر کنگ د اپریل په څلورمه نیټه د ټینسي ریاست په میمفیس ښار کې ووژل شو. هغه دغه ښار ته د صفای کارکوونکو تورپوستو امریکایانو د مرستې دپاره تللی و. د صفای کارکوونکو مساوي تنخا دپاره په احتجاج لاس پورې کړی و

ښاغلی کېنګ د عدم تشدد د فلسفې پیروکار وو- دعدم تشدد پیروکار مارټن لوتر کينگ جونير نه وړاندې د عدم تشدد د لارې د قامي گټو مبارزه په 19مه پېړۍ کې د هندوستان مهاتما گاندي، باچا خان او دافريقه عظيم ليډر نیلسن منډیلا کوله.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای او د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG