لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند وزيراعظم مودي ورستو د پاکستان د پوځ مشر هم کابل ته روان دی


مودي په افغانانوغږ وکړو  چې د نورو خبرو ته دې غوږ نه نيسي چې په افغانستان کې د هند د حضور په باب شکونه پیدا کوي.
مودي په افغانانوغږ وکړو  چې د نورو خبرو ته دې غوږ نه نيسي چې په افغانستان کې د هند د حضور په باب شکونه پیدا کوي.

د هند وزيراعظم مودي دسفر ورستو د پاکستان د پوځ مشر هم کابل ته روان دی

تیره ورځ د هند وزيراعظم نریندرا مودي په کابل کې د افغانستان د صدر اشرف غني او نورو لوړ پوړو چارواکو سرع ليدلي وو-

د هند وزيراعظم نریندرا مودي د جمعې په ورځ د افغانستان د ملي شورا یا پارليمان د نوې ودانۍ د پرانیستلو غونډې ته په وینا کې ويلي وو د افغانستان او هند اړیکې ډیرې پخې او پخوانۍ دي -

هغه وویل چې هیواد یې د مرستې په نیت د افغانانو کومک کوي او د چا سره د سیالۍ لپاره د کابل سره نه دی ولاړ-

ښاغلي مودي ويلي وو " هند دلته د همکارۍ لپاره راغلی دی د سیالۍ لپاره نه دی راغلی، د راتلونکي لپاره د بنیاد او اساس د ایښودلو لپاره، نه دا چې د جګړې اور ته لمن ووهي، د ژوند امکانات برابر کړي، نه دا چې یو ولس له منځه یوسي".

هغه په افغانانوغږ وکړو چې د نورو خبرو ته دې غوږ نه نيسي چې په افغانستان کې د هند د حضور په باب شکونه پیدا کوي.

ښاغلي مودي وویل چې په افغانستان کې سوله او امن هله امکان لري چې د هېواد په پله د ترهگرۍ نوغې وخکل شي-

پاکستان د افغانستان سرع اوږده پله لري او رپورټونه واېي د پلې په اکثره سيمو کې تر هگر پټ دي او په افغانستان کې دننه په حملو کې ککړ دي-

بلي لوري ته د پاکستان د ځواکونو مشر جنرال راحيل شريف سبا له کابل ته رسيدونکی دی- د پاکستان پوځي او حکومتي مشران واېي د کابل سره ښې او د برابرۍ په بنیاد اړيکې غواړي- پاکستان واېي په افغانستان کې د سولې په خاطر د طا لبانو او افغانستان د حکومت ترمنځه د خبرو اترو لاره جوړول او منځگړتیا کول غواړي-

تيره اوونۍ دافغانستان صدر اشرف غني وئيلي وو چې دامن خبرې اترې په مياشتو کې نۀ بلکې په اوونو کۍ پيل کيدل پکار دي

د افغانستان گڼ شمیر مشران او څیړونکي فکر کوي که پاکستان د افغانستان په کورني چارو کې لاس وهل بند کړل نو په هېواد کې به یې امن راشي-

جنرل راحيل دکابل سفر په داسې حال کې کوي چې جگړه ځپلي هيواد افغانستان کې طالب وسله والو پخپلو حملو کې چټکتيا راوستې ده اؤ په ځانگړې توگه دهلمند ولايت په سنگين اولسوالۍ کې دافغان پوځ اؤ طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي

د مودي کابل ته د سفرپه وخت د افغانستان صدر اشرف غني هم د هند سره د خپل هیواد اړیکې ډیرې تاریخي بللی دي ښاغلی غني واېي چې افغانانو سره د هند مرستې گڼ اړخیزې دي.

ښاغلي غني ویلي دي "د هند دولت یوازې د افغانستان د امنیت په برخه کې خبرې نه کوي، په عمل کې ثابتوي چې د هېواد د حکومت ملگری دی دی"
دا د هند د وزيراعظم په توګه افغانستان ته د ښاغلي مودي لومړی سفر ؤ. خو ښاغلي راحيل شريف د کابل دا شپږمه ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG