لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مومند ايجنسۍ کې د طالبانو دبريد وروسته گڼ شمېر عسکر لادرکه دي


مومند ايجنسۍ کې د طالبانو دبريد وروسته گڼ شمېر عسکر لادرکه دي

پاکستاني چارواکي وائي د افغانستان د پولې ترڅنگ په قبائيلي سيمه مومندو ايجنسۍ کې ددرې ورځې د مخه دطالب جنگيالو لخوا په يوه امنيتي پوسته د بريد وروسته لادرکه 60 عسکرو کې 35 اوس هم لادرکه دي.

د پاکستان پوځ ویاند مېجرجنرال اطهر عباس یوې بهرني خبري ازنس ته د زیارت په ورځ ویلي د لادرکه عسکرو کې د 14 نورو په اړه معلومات شوي دي او دغه عسکر افغانستان ته اوړیدلي وؤ. ښاغلي عباس زیاته کړه چې افغان چارواکو دغه عسکر پاکستاني قونصل خانې ته په جلال اباد کې سپارلي دي او ډیر زر به پاکستان ته بېرته راوستل شي.
نوموړي ویلي چې 11 عسکر د وړاندې نه پاکستان ته راوستل شوي دي.
د دې وړاندې د باجوړ ایجنسۍ پولیټکل ایجنټ امجد علي ډیوه ریډیو ته په یوه مرکه کې ویلي وو ټول 65 عسکر لادرکه شوي وو چې ورکې 50 عسکر بیرته خپل پوستو ته ورغلي خو 15 اوس هم لادرکه دي.
پولیټیکل ایجنټ امجد علي زیاته کړې وه چې لادرکه عسکرو کې ځیني وژل شوي هم دي چې مړي به یې زر پولیټیکل عسکرو ته وسپارل شي.
دافغانستان دسرحدي پوليسو کمانډر محمد افضل ویلي ؤ د څو ورځو په مهال 10 پوځيان چې ورڅخه يو ژوبل ؤ دپولې پورې دافغانستان کونړ ولايت ته ورغلي وؤ چې هغوي په جلال اباد کې دپاکستان قونصل خانې ته سپارلي دي.
دطالبانو يو وياند داتوار په ورځ ادعا کړې وه چې طالب جنگيالو په مومندو ايجنسۍ کې په پوسته ترسره کړي بريد کې اووه د مليشا ځواکونو عسکر وژلي او 10 يې ژوندي نيولي دي.
چارواکي وائي دمومندو ايجنسۍ څخه په گڼ شمير کې جنگيالي باجوړ ايجنسۍ ته هم اوښتي او تيره ورځ دجنگي هيلي کاپټرو څخه مومندو ايجنسۍ څخه باجوړ ته داوښتو طالب جنگيالو په ضدهم عمليات ترسره کړي.
چارواکو په دغو عملياتو کې د38ؤ جنگيالو او 10 عسکرو دوژل کيدو خبرونه ورکړي وؤ.

XS
SM
MD
LG