د پاکستان د قامي پارلیمان پخواني غړي اؤ د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ الیکشن کمیشن ته درخواست ورکړی چې د هغه په حلقه این ای ۴۰ کې دې د قامي اسمبلۍ انتخابات بیا د سره وکړل شي.
محسن داوړ الیکشن کمیشن ته په کړي خواست کې ویلي چې د عامو ټاکنو په مهال د هغه د حلقې د رایو په څو مرکزونو افراطیانو بریدونه کړی وؤ اؤ دوه د رایو مرکزونه یې په بمونو الوځولي وؤ.
په اتمه فرورۍ پاکستان کې د ترسره شوؤ انتخاباتو کومې نتیجې چې الیکشن کمیشن جاري کړي دي هغې کې د شمالي وزیرستان په حلقه این ای۴۰ دجمعیت علماء اسلام ګوند کاندید مصباح الدین بریالی ګرځول شوی دی.
د الیکشن کمشن د نتیجې له مخې محسن داوړ۳۲ زره اؤ ۷۶۸ اؤ مصباح الدین ۴۲ زره اؤ ۹۹۴ رایې اخستې دي خو محسن داوړ اؤ دهغه د ګوند پلویان دا نتیجه نه مني اؤ وایي چې مصباح الدین ترې ډیرې کمې رائ اخستي خو د شپې د هغه نتیجه بدله کړل شوې اؤ د مصباح الدین رائ پرې زیاتې ښودل شوي.
د پاکستان الیکشن کمیشن د محسن داوړ دې تورونو ته ځواب نه دی ویلی خو پاکستان کېپه ټاکنو راپورته شوؤ عمومي نیوکو ته ځواب کې الیکشن کمیشن ویلي چې انتخابات یې په صفا سوتره ډول ترسره کړي دي.
د محسن داوړ په حلقه د الیکشن نتیجه هم په ځنډ اعلان شوې وه چې د هغې خلاف په ۱۰مه فرورۍ محسن داوړ اؤ د هغه د ګوند پلویان په شمالي وزیرستان کې د پوځي چاوڼې مخې ته احتجاج کړی ؤ اؤ ددغه احتجاج په مهال د امنیتي ځواکونو اؤ د ښاغلي داوړ د پلویانو ترمنځ سخته نښته هم شوې وه.
په دغه نښته کې پخپله محسن داوړ ژوبل شوی اؤ د هغه د ګوند دوه نور فعالین وژل شوي وؤ.
محسن داوړ له انتخاباتو مخکې هم تورونه لګولي وؤ چې د هغه په انتخابي حلقه کې د رایو ورکولو په مرکزونو تندلارو حمله کړې ده.
الیکشن کمیشن ته پخپل ورکړي خواست کې هغه دریځ خپل کړی چې دانتخاباتو په ورځ د رایو د ۱۴ مرکزونو نه د رایو ورکولو پاڼې اؤ نور مواد تند لارو لوټلي وؤ اؤ په ځېنو سیمو کې یې د رایو ورکولو مرکزونه سوځولي هم وؤ.
محسن داوړ ویلي چې د رایو ورکولو کومو ۱۴مرکزونو نه تندلارو د رایې ورکولو پاڼې اؤ نور انتخابي مواد تروړلي وؤ هلته له انتخاباتو وروسته په فارم ۴۵ ورکړل شوې رایې صفر ښودل شوي دي.
هغه له الیکشن کمیشن غوښتنه کړې ده چې باید په حلقه ای این ۴۰ د شوؤ انتخاباتو اعلامیه وځنډوي اؤ دغلته دې بیا له سره انتخابات اعلان کړي.
محسن داوړ الیکشن کمیشن ته خواست کړی چې د هغه په حلقه باید سر دوباره انتخابات وکړل شي

پېښور —
Forum