لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د "تاج محمد نمرو" او د نورو ولسي داستانونو شاعر عوض خان په حق ورسېدو


عوض خان مومند

د "تاج محمدخان او نمرو"د اولسي قيصې ترڅنګ د ګڼو نورو داستانو او شاعرۍ خالق د مومندو ضلعې عوض خان مومند د ۷۵ کالو په عمر کې په حق رسېدلی دی.

عوض خان د بره مومندو په موسی خېلو کې زېږېدلی ځواني يې هم په خپل کلي کې تېره کړې خو وروستو د روزګار په غرض پېښور او بيا د پنجاب صوبې راولپنډۍ ته تللی او هم هلته مېشت شوی ؤ.

ارواښاد پرون د شورو، چهارشنبې په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله په راولپنډۍ ښار کې ساه ورکړې ده.

د هغه يوه جنازه په پېنډۍ او بله نن د زيارت په ورځ په مومندو کې د هغه په پلارني کلي کې ادا کيږي او هم هلته به خاورو ته سپارلی شي.

عوض خان په خپل ژوندانه وي او ای ډيوه سره په يوه مرکه کې ويلي ؤ چې هغه د ۱۶ کالو په عمر کې د تاج محمد خان او نمرو د قيصې نه د شاعرۍ پېل کړی ؤ د هغه يو شمېر نورې ليکلې سندرې هم مشهورې شوي او ګڼو سندرغاړو زمزمه کړي دي.

لکه د هغه يوه دغه سندره چې "د پورې کلي د ملک لور مې په ګودر کې وليدله... د راډ په شانتې په جينکو کې سپينه سپينه بلېدله".

د اروښاد قيصې او سندرې د پښتو ژبې نامتو سندرغاړو سردارعلي ټکر او وحيد ګل استاز ترڅنګ ګڼو نارينه او ښځينه سندغاړو ويلي دي.

که څه هم عوض خان چاپ کتاب نه درلود خو د هغه ډېره شاعري په عامو پښتنو کې مشهوره او خلکو ته زباني ياده ده.

د مومندو سره تعلق لرونکی شاعر او خبريال حېران مومند وايي د عوض خان په شاعرۍ کې اولسي او خوږ رنګ ؤ، په ساده او عامو الفاظو کې به يې اولس ته خپل غږ رسوؤ.

د عوض خان اشنايان وايي په پښتو اوپښتنو مئين دا اولسي شاعر د خپل عمر په وروستي وخت کې د معاشي تنګسيا او ناروغۍ سره مخ ؤ.

خو د ارواښاد د خپل اولس سره د مينې اندازه او پښتنوته په ورپېښو کشالو او ناکړدو د ياد دا حال ؤ چې هغه دغه څرګندونې په خپله شاعرۍ کې ځای په ځای کړي دي، لکه هغه وايي،

"ما خوب ليدلی چې نتيجه به یې ډېره زر وخيژي... د پښتو ويلو نه ډېر خلک منکر وخيژي".

د ارواښاد دغه شعر تاسو په ډيوه رېډيو بيا بيا اورئ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG