لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اېم کيواېم اېم اېن ای طاهره د ويشتل کېدو وروستو مړه شوې


 طاهره اصف په کال ۲۰۰۸م کې په اېم کيواېم ډله کې شامله شوې ، او د تېرکال په عامو ټاکنو کې د سندهـ صوبې نه د زنانوؤ په مخصوصو نشتونو د قامي اسمبلۍ غړې جوړه شوې وه .
طاهره اصف په کال ۲۰۰۸م کې په اېم کيواېم ډله کې شامله شوې ، او د تېرکال په عامو ټاکنو کې د سندهـ صوبې نه د زنانوؤ په مخصوصو نشتونو د قامي اسمبلۍ غړې جوړه شوې وه .
د متحده قامي مومنټ (اېم کيواېم) ډلې د قامي اسمبلۍ ښځينه غړې طاهره اصف تېره شپه د پنجاب صوبې سر ښار لاهور په شېخ زېد روغتون کې روستو د هغې ژوند د لاسه ورکړی ، چې نوموړې د شورو په ورځ د لاهور په اقبال ټاؤن کې د دوه نامالومه موټر سائيکل سورو په ډزو کې ژوبل شوې او بيا په روغتون کې داخل کړی شوې وه .
د اېم کيواېم اېم این ای طاهره اصف باندې د ډزو د پېښې په اړه پوليسو په لمړي رپورټ کې وئيلي ؤ ، چې نامالومه موټر سائيکل سورو وسله والو د هغې نه روپۍ ، موبائيل او نور قيمتي څيزونه په زور اخېستل ، او د نوموړې لخوا په مذاحمت پرې وسله والو ډزې کړې وې .
خو د اېم کيو اېم ډلې مشر الطاف حسېن وئيلي اېم اېن ای يې په سازش وژل شوې ده ، او زياته کړې يې ده چې پوليس وژونکې حمله د غلا پېښه گرځولې ده .
د شېخ زېد روغتون د چارواکو په وينا نوموړې باندې څلور گولۍ لگېدلې او د اپرېشن وروستو يې د وينې نه ودرېدو له کبله مرگ واقع شوی دی .
د اېم کيو اېم ډلې لخوا د اېم اېن ای په وژنه د درې ورځو سوگ اعلان کړی ، او د پنجاب حکومت نه يي پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو غوښتنه کړې ده .
طاهره اصف په کال ۲۰۰۸م کې په اېم کيواېم ډله کې شامله شوې ، او د تېرکال په عامو ټاکنو کې د سندهـ صوبې نه د زنانوؤ په مخصوصو نشتونو د قامي اسمبلۍ غړې جوړه شوې وه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG