لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

update

د ځوان محمد سليمان خان د بې غرضه خدمت ستاينه وزير اعطم عمران خان هم کړې ده

په وي او ای ‌‌‌‌‌‌ډيوه او په پاکستان کې په سوشل مې‌‌‌‌‌‌ډيا باندې په واورو کې گیرو خلکو سره د پښتون ځوان محمد سليمان خان د مرستو د رپوټونو وروسته، وزير اعظم عمران خان ويلي ټول قام د نوموړي په بې غرضه خدمت او حوصله فخر کوي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د بلوچستان صوبې د بوستان کلي د 31 کلن ځوان محمد سلیمان خان په ستاینه کې په یو ټويټ کې ويلي سلیمان چې قام ورباندې ویاړي.

"پوره قام په سلیمان خان ویاړجن دی، چاچې د ځان نه بې پروه لوی نرتوب وکړو او په واورو کې ښکیل خلق یې وژوغورل".

محمد سلیمان په 13 مه جنورۍ په واورو کې ښکیل نزدې 100 کسان له مرگه ژغورلي وو.

د بلوچستان په شمالي سیمو کې وروستیو درنو واورو او بارانونو نزدې 20 زیات کسان وژلي وو او د کویټه څخه تر چمنه 500 کلیو او سیمو کې یې په لکونو خلق متاثره کړي وو.

محمد سلمیان وي او ای ډیوه ته ويلي دي چې کله خبر شو چې په واورو کې گڼ شمیر خلق ښکيل دي نو د ورځې د دوه بجو نه تر شپې اته بجو پورې یې په واورو کې ښکیل خلق رواښکل.

د سلیمان خان سره 2004 ماډل وي ایکس ټربو لینډ کروزر دی کوم چې په سختو واورو ، باران اوشگو کې هم د سفر توان لري او ډیر وزن پورته کولې شي.

سلیمان خان واي دا گاډی زوړ وو خو د ورپکې په ورستیو کې کار کړی وو نو ښه زبردست کار یې اوښکلو.

سلیمان خان واي چې په واورو کې ښکیل خلقو پسې په یوه منصوبه ورغلو چې اول به ماشومان، ښځې، ناروغان او سپين گيري ژغوري.

د هغه تر مخه په دغه سیمه کې 350 کسان ښکیل وو چې د ورپکې نزدې 100 کسان بچ کړل.

سلیمان واي څه وخت چې د خلق ژغورل دغه وخت هم سخت طوفان وو او او درجه حرارت منفي 14 وو.

سلیمان خان اول یو شمیر خلق محفوظه ځایونو ته او هسپتالونو ته ورسول خو د کومو کسانو سره چې د شپې او خوراک بندوبست نه وو هغوي ته یې د خوراک بندوبست هم وکړو. هغه په کوټه کې د ډیوه خبریال حفيظ الله شیراني ته اوویل دا کار یې د الله د رضا لپاره وکړلو .

د محمد سلیمان د نرتوب او خدمت کیسې اول د ټولنیزو رسنیو د لارو خپرې شولې بیا د پاکستان په مطبوعاتو کې د هغه د نرتوب خبرونه خپاره شول.

نن د بلوچستان اعلا وزير جام جمال خان د هغه په دروناوي کې یوه دستوره وکړه او هغه ته یې په نرتوب جایزه وړاندې کړله.

د ډیوه سره په خبرو کې محمد سلمیان اوویل چې دغه وخت چې ده خلق ژغورل نو ځیني نورو ملگرو ورسره هم کمک کولو.

تېره اونۍ د بلوچستان په گډون د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې سختو واورو، د واورې د ښوېدلو او درنو بارانانو له امله لږ تر لږه 100 کسان وژل شوي وو.

په پاکستان کې په بېړني حالاتو کې د امداد حکومتي ادارې، نېشنل ډزاسټر مېنجمنټ اتارټي، ترجمان برگېډیر وسیم الدین د وایس اف امریکا اردو څانگې ته ویلي وو د موسم دلاسه زیاتې مرگ ژوبلې د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې شوې دي.

په بلوچستان صوبه کې د واورو کیدلو له عمله کاروبارونه په ټپه ودریدلي وو.

په بلوچستان کې د پوليو د مخنيوي دپاره د کارکوونکي پوليو ايمرجنسي اپرېشن سنټر چارواکي وایي چې د روانې مياشتې پر 13 مه د صوبې په نهو (9) ضلعو کې د پوليو په ضد کمپېن شروع کېده خو د زياتې واورې او بارانونو له امله دغه کمپېن هم وځنډول شو.

د محمد سلیمان خان سره د ډیوه د خبریال حفیظ الله شیراني مرکه په لاندیني لینک کتل شئ

See all News Updates of the Day

افغان کډوال وایي پاکستان کې له لسیزو تېرولو باوجود ددې هیواد د شهریت له حقه محروم دي

په پاکستان کې دا وخت بې شميره داسې افغان کډوال موجود دي چې له لسيزو راهيسې په پاکستان کې اوسيږي خو د پاکستاني شهریت یا تابعیت له حق او له بنيادي بشري حقونو څخه محرومه دي.

حسيب الله اصل د کابل دی، 30 کاله مخکې 5 کلن و چې پاکستان ته کډوال شوی و، نوموړی د پاکستان د شهریت ترلاسه کولو د پاره قانوني لارې لټوي اؤ وايي چې د پاکستاني تابعیت نه لرلو له کبله ورته شخصي ملازمت هم نه ترلاسه کیږي.

ډيوه سره خبرو کې حسيب الله وایي، د ګرافکس ډيزاين ډګري يې ترلاسه کړې ده خو په پاکستان کې ورته څوک هم ملازمت نه ورکوي اؤ ورته وايي افغان کډوال نه ساتو. هغه وایي:

"په انټرنېټ فري لانسنګ کووم خو چې کله د کار په بدل کې څوک راته د پيسو ليږلو د پاره بېنک اکاونټ وغواړي نو زه هغه هم نه لرم. نو بيا څنګه زه پاکستان کې وخت تير کړم؟ په مارکيټ کې چپس خرڅ کړم؟".

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو این ایچ سي ار] وايي، پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال مېشت دي چې دلته د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لري ، په دوېم نمبر کې اته نيم لکه نور کډوال دي څوک چې د پاکستان حکومت په کال 2017 کې رجسټرډ کړي دي.

د یو این ایچ سي ار له مخې، د پاکستان حکومت وايي، په درېیم نمبر د درېوؤ نه تر پينځوؤ لکو پورې هغه افغانان دي چې اسناد نه لري او څلورم د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته پاکستان ته نور د لکونو په شمېره کې افغانان راغلي وو. او بيا په ورستیو کې د پاکستان حکومت 7 لکه اؤ څه د پاسه 46000 بيرته افغانستان ته شړلي هم دي.

د افغان کډوالو په چارو نظر ساتونکي وايي که چرې د تابعیت په ملکي قانون کال 1951 عمل وکړی شي نو پاکستان کې زيږيدلي څه د پاسه تر ٨ لکو افغانانو ته د پاکستاني تابیعت یا شهريت ترلاسه کيدای شي.

د افغان کډوالو د پاره د جوړ شوي غير دولتي سازمان شارپ مشر لیاقت بنوري وایي، کوم ماشومان چې په پاکستان کې پيدا کېږي د هغوي اییني او قانوني حق دی چې ورته باید شهريت ورکړل شي.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلی بنوري وایي "د پاکستان حکومت ته پکار ده چې د افغان کډوالو د پاره يوه واضحه پالیسي جوړه کړي او دې خلکو نه دې فايده واخیستل شي، موږ تر اوسه کره شميرې نه لرو چې په پاکستان کې څومره افغان کډوال موجود دي"

پاکستاني چارواکي وايي په پاکستان کې اوس هم دوه اشاره دوه مېلیونه هغه افغانان ژوند کوي چې قانوني اسناد لري چې په کې یو اشاریه څلور مېلیونه قانوني مهاجر هم شامل دي.

د پاکستان مخکني وزيراعظم عمران خان د کال 2018م د ستمبر په میاشت کې ويلي وو، "د پاکستان قانون چې په 1951م کې جوړ شوی دی هغه وايي چې کوم ماشومان چي دلته زېږېدلي دي په پاکستان کې، د پاکستان تابعيت د هغو حق دی"خو وروسته بيا په دغه اړوند د کوم پرمختګ خبر مخې ته نه ؤ راغلی.

پاکستان کې بهر ملکيانو ته د شهریت ورکولو قانون څه دی؟

قانون پوهان وايي پاکستان کې بهرنیو وګړو ته د تابعیت ورکولو قانون شته خو هغه لانجمن کړی شوی دی.

قانو پوهه اسد خان ډیوه سره خبرو کې وایي،تر څو پورې چط د کال 1951 د کډوالو کنونشن او بيا د 1967 پروټوکول پاکستان نه قبلوي نو په پاکستان کې به مهاجرينو ته داسې مسايل موجود وي او که هغوی که دلته ټول عمر هم تير کړي نو د پاکستان شهريت د پاره په وړ یا اهل نه شي.

قانون پوهان وايي کوم کډوال چې پي او سي يا پاکستان اوريجن کارډ ترلاسه کړي هغه څلور کاله وروسته د پاکستان شهريت د اخستو وړتیا ولري.

د پاکستاني شهریانو په اړه د معلوماتو حکومتي ادارې نادرا د قانون ترمخه د پاکستان اوريجن کارډ هغه سند دی چې لرونکی يې د ووټ او د پاسپورټ نه علاوه په پاکستان کې د حرکت، کاروبار، جايداد، د بېنک اکاونټ او د بچو د تعليم په شان اسانۍ ترلاسه کولی شي.

خو حسیب الله نه ګڼي چې پاتې ژوند کې به ورته پاکستانی اوريجن کارډ ترلاسه شي.

هغه وایي وروستي لاره ورسره دا پاتې ده چې بل کوم دريم هيواد ته لاړ شي او خپل ژوند بيا له سره پیل کړي.

اسلام اباد هایکورټ: د جبري بې درکیو په سر د ریاست خلاف د خلکو کرکه په زیاتېدو ده

د بلوچ لا درکه زده کوونکو د مقدمې د اورېدنې په مهال د اسلام اباد هایکورټ جج جسټس محسن اختر کياني ویلي چي په بلوچستان کې په جبري توګه د خلکو د لا درکیو د پېښو له کبله په خلکو کې کرکه د ادارو نه بلکې د رياست خلاف سېوا کېږي.

هغه ویلي دي چې د جبري لادرکيو په تور به اوس د ادارو مشران عدالت ته راغوښتل کیږي.

د مقدمې اورېدنه د جمعې په ورځ د اسلام اباد هایکورټ جج جسټس محسن اختر کياني کړې او د لا درکه بلوچ زده کوونکو وکيله ايمان زېنب مزاري او د هغې ترڅنګ مرستيال اټارني جنرل د عدالت په وړاندې پېش شوي دي.

د مقدمې د اورېدنې په پېل کې جج په خپل ريمارکس کې وویل چې په آي اېس آي، ملټري انټليجنس، انټليجنس بېورو، د ترهګرۍ ضد محکمې او د پلټونو په مرکزي ادارې ايف آي اې باندې ګډه يوه کمېټي جوړه کړی شوې وه، آيا د استخباراتي ادارو دې کمېټۍ څه کار کړې دی؟

مرستيال اټارنى جنرل عدالت نه غوښتنه وکړه چې باید د لوي اختر وروسته ورته وخت ورکړی شي خو جج وویل کوم خلک چې ورک دي، هغوى خو به هم اختر کوي.

د مقدمې د اورېدنې وروسته له عدالت بهر ډيوه سره خبرو کې د لا درکه بلوچانو د دفاع وکيلې ايمان زېنب مزاري وویل چې اټارني جنرل عدالت ته تېره اورېدنه کې ویلي وو د لادرکه دريوؤ بلوچ طالب علمانو په اړه به نن عدالت ته تفصيل ورکوي خو اټارني جنرل عدالت ته پېش نه شو.

د هغې په خبره "ما نن عدالت ته دا هم وویل چې يو اړخ ته اټارني جنرل عدالت ته باورونه ورکوي خو بلې خواته بيا نور کسان له بلوچستان او د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه پورته کړی کېږي، لکه چې دا په وروستو کې چې 7 بلوچ طالب علمان په جبري توګه ورک کړی شوې دي او په هغو کې انيس رحمان لا اوس هم لا درکه دی"

ايمان زېنب مزاري عدالت ته دا هم وویل له دې مخکې 5 بلوچ طالب علمان پورته کړی شوي وو او اوس د هغوي په هکله مالومه شوې چې خپلو کورونو ته رسېدلې دي.

جج وویل ښه شوه چې د جبري لا درکيو په اوږد فهرست کې خو څه کمی وشو.

د جج محسن اختر کياني وېنا وه چې اوس د اږود وخت دپاره د چا د ورکيدو ستونزه په لنډ مهاله لا درکیو کې بدله شوې ده.

په پاکستان کې د لادرکه بلوڅانو او پښتنو د حقونو تنظيمونه او فعالان د خلکو په جبري توګه د لا درکې تور په پوځي او استخباراتي ادارو پورې کوي او ادعا کوي چې دغه ادارو لسګونه زره خلک ورک کړي دي.

د پاکستان پوځ د خلکو د ورکولو تورونه ناسم بولي او وايي ځينې کسان چې ورک بلل کېږي د وسله والو ډلو سره يو ځاې شوي دي.

په پاکستان کې د خلکو په جبري توګه د لا درکیو دا لړۍ اوس د پاکستان د انتظام لاندې تر کشميره رسېدلې ده او نن د جمعې په ورځ هم د اسلام اباد هایکورټ جج جسټس محسن کياني د ورک کشميري تن خواجه خورشید د راخلاصولو په خواست باندې د کورنیو او دفاعي چارو سکرټريانو ته هم نوټسې جاري کړي دي.

عدالت امر کړی چې په دې لړ کې دې د دفاعي چارو سکرټري د پنډې ،اسلام اباد او کشمير کې د آي اېس آي ،ايم آي او ايف آي اې د سېکټر کمانډرانو څخه مالومات واخلي او بيا دې رپورټ عدالت کې جمع کړي.

جج محسن اختر کياني وویل له بده مرغه د عدالتونو کار په جبري توګه د لا درکه کېدونکو کسانو تر راخوشې کولو پورې محدود پاتې شوی دی او تګلاره جوړونکي ددې خبرې احساس نه کوي چې د يو عمل رد عمل ډېر سخت راروان دی.

په پاکستان کې د بې درکه کسانو د مقدمو څېړلو سرکاري کمېشن وايي چې د ټول هېواد څخه یې څه د باندې د 10000 کسانو د ورکېدو مقدمې ترلاسه کړي دي چې ورڅخه یې 8900 حل کړي دي.

په پاکستان کې په جبري توګه د لا درکه تنانو د حقونو لپاره کار کوونکې ډلې د لا درکه تنانو د مقدمو د څېړنې د سرکاري کمېشن په کارکردګۍ نيوکې کوي او وايي کمېشن په خپل کار کې پاتې راغلی دی.

د ډېفنس اف هيومن راېټس غېر دولتي تنظيم مشره امنه مسعود جنجوعه ډیوه سره خبرو کې وایي، زموږ دریځ دی چې کوم رياستي خلک د خلکو په جبري توګه لا درکه کولو کې ښکېل دي د هغوي په ضد اقدام کول اړين دي .

هغې وویل د لادرکه کسانو د موندنې کمېشن هم په دې باندې اقدام نه کوي، د کمېشن سره په دې جرم کې د ککړو 150 کسانو فهرست موجود دی خو د هغوي خلاف هېڅ ډول کارواي نه ده شوې.

د ورکو بلوچانو د موندلو او د بلوڅانو د حقونو لپاره د مبارزه کونکې بلوڅ يکجهتې کمېټۍ مشرې ماهرنګ بلوچ تېره ورځ په کراچۍ کې خبري غونډې ته ویلي وؤ د حکومت لخوا د لا درکه تنانو د ستونزې د هواري لپاره جوړ ټول کمېشنونه او کميټۍ يوازې د خلکو په سترګو کې د خاورو اچولو په معنا دي.

هغې دعوه کړې چې يوازې د مې په مياشت کې تر سلو زيات کسان په زور لادرکه کړل شوي دي او د بلوچستان داسې سيمه نشته چې په زور په کې خلک نه وي بې درکه شوي.

لکي مروت: د پوځي عملیاتو خلاف احتجاجي پرلت پېل شوی، پنجاب ته غځېدلی سړک یې تړلی

په لکي مروت کې ځايي خلکو د پوځي عملیاتو پرضد احتجاجي پرلت پیل کړی دی او د بنو نه پنجاب ته غځېدلې لویه لار یې د احتجاج په توګه تړلې ده. دوی وايي پوځي عملیاتو د ځاني نقصان له ویرې سره مخ کړي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.

د لکي مروت اسسټنټ کمشنر یاسر نذیر وایي احتجاج کوونکو سره یې مذاکرات کامیاب شوي اؤ د پوځ لخوا دوؤ ورځو کې د هغوي د غوښتنو منل کېدو له باور ورکولو وروسته احتجاج کوونکو لویه لار پرانستې ده.

د پاکستان پوځ دوه ورځې وړاندې په لکي مروت سیمه کې د عملیاتو په پایله کې د ۱۱ وسله والو د وژلو دعوه کړې وه.

پوځ دا عملیات د لکي مروت په سوربند سیمه کې یوه ورځ وروسته له هغې کړي وؤ چې د لکي مروت په سلطان خېل سیمه کې د امنیتي ځواکونو یو ګاډی په بم الوځول شوی ؤ چې د پوځ د یو افسر په ګډون پکې اووه عسکر وژل شوي وؤ.

سوربند د ښار نه نیزدې ۶۰ کلومیټره لرې ختیځ ته د پنجاب میانوالي سره جوخته سیمه ده.

‎د نهې یا سه شنبې په ورځ د پوځ مطبوعاتي څانګې آي ایس پي ار پخپل یو بیان کې دعوه کړې وه چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د وسله والو په ضد کوټلي عملیات کړي اؤ په دغو عملیاتو کې یې د هغوي یو شمیر ځالې له مینځه وړي دي.

خو د سیمې ځايي خلک وايي د عملیاتو پرمهال د عامو خلکو په کورونو مارټر ګولې ویشتل کیږي چې دوي یې د ځاني او مالي زیان سره مخ کړي دي.

دوی نن په لکي مروت کې احتجاجي پرلت پیل کړی چې پکې د پوځي عملیاتو پرمهال د مارټر ګولو د مخنیوي غوښتنه کوي.

د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې ویلي د وسله والو پرضد هره ورځ نزدې سل عملیات کیږي.

د سیمې نه ازاد خبریال زبیر مروت وايي نن سهار احتجاج کوونکو د لکي ښار په کارګل چوک سیمه کې د پوځي مرکز مخې ته خیمه لګولې چې پکې د لکي مروت سور بند سیمې په سلګونو خلک کډون کوي.

هغه وویل احتجاج ته هغه زخمي څاروي هم احتجاج کوونکو د ځان سره راوستي چې په مارټر ګولیو لګیدلي اؤ پکې غوا، میخې او اوښان شامل دي .

د سیمې پولیس افسر ډي ایس پي ظفر الله ډيوه سره خبرو کې وویل د احتجاج پرمهال بنو ضلعې نه پنجاب ته غځېدلې د ګاډو د تګ راتګ لوي سړګ تړل شوی چې له امله یې د سړک دواړو خواؤ ته په سلګونو ګاډي بند پاتې شوي دي.

خو د سیمې ډپټي کمشنر یاسر نظیر ډیوه ته وویل شپږ کسیزه کمیټې د احتجاج کوونکو سره مذاکرات کړي، د هغوي غوښتنې یې اوریدلي اؤ بیا یې دغه غوښتنې د پوځ سره شریکې کړي اؤ پوځ باور ورکړی چې په دوؤ ورځو کې به یې غوښتنې پوره کړل شي.

انتظامي چارواکي وویل چې د غوښتنو د پوره کیدو د باور ترلاسه کېدو وروسته احتجاج کوونکو لویه لاره پرانستې ده.

د احتجاج یو ګډون وال حمایت الله وویل د تیرو څو ورځو نه علاقې ته د مارټر ګولې ویشتل کیږي چې له امله یې عام ولس د ویرې سره مخ شوی دی.

هغه وویل په سیمه کې خلک عادي ژوند نه کوي او د عملیاتو پرمهال یوه مارټر ګوله په کور غورځېدلې چې پکې دا څاروي ټپيان شوي دي.

حمایت الله وایي ماشومان او ښځې ټوله شپه د ویرې نه په ژړا تیروي او زیاته یې کړه په خپله یو غریب مزدور کار دی او د علاقې ټول خلک غریبانان دي خو دې ناوړه حالاتو د خپلو سیمو په پریښولو مجبور کړي دي .

احتجاج ته د وینا پرمهال د عوامي نېشنل ګوند ځايي مشر عمران الله بیګو خېل ویلي دغلته بریدونه وسله وال وکړي او تر هغې وروسته په عملیاتو کې عام ولس ځپل کیږي.

هغه وویل علاقه یې د ناامنۍ ښکار ده خو د پولیس او پوځ په موجودګۍ کې وسله وال دغلته څنګه فعالیتونه کوي؟

احتجاج کوونکي درې غوښتنې لري یوه دا چې په فوري طور دې د مارټر ګولیو بریدونه بند کړل شي چې پکې عام ولس ځاني او مالي زیان سره مخ کیږي اؤ دویمه دا چې باید دوي ته د عملیاتو پرمهال د زیانمن شوؤ څاروو تاوان ورکړل شي .

او دریمه غوښتنه یې داده چې دې نه وړاندې عملیاتو کې د علاقې څلور کسان وژل شوي او یو ټپي شوی و حکومتي د یو تن پسر شل لکه روپۍ امدادي مرستې منلې وې خو تر اوسه متاثره کورنیو ته دا امداد نه دې ورکړل شوی نو دې په سمدستي توګه ورکړل شي.

د احتجاج ته وینا پرمهال د جمعیت علماء اسلام(ف) ګوند ځايي مشر مولانا قریشي احمد شاه ویلي ځايي خلکو ته د وسله والو پرضد د لښکر جوړولو ویل کیږي .

هغه ویلي دغلته په غټه کچه پوځي عملیات شوي ایا دغه عملیات د څه لپاره وؤ چې اوس هم په سیمه کې د ناامنۍ مخه نه نیول کیږي.

پاکستان کې پرله پسې په دویمه ورځ د ونډو بازار په ریکارډ کچه په بره تللی دی

په پاکستان کې له وفاقي بجټ وړاندې کېدو نه وروسته نن پرله پسې په دویمه ورځ هم د ونډو بازار په ریکارډ کچه په بره تللی دی. د ونډو په بازار کې نن د جمعې په ورځ انډیکس د ۷۷ زره پوانټونو له نوي برید ور اوښتی دی.

د چارشنبې- شورو په ورځ د پاکستان وفاقي بجټ پارلیمان ته وړاندې کړل شوی ؤ چې د هغې په سبا (د زیارت په ورځ ) د ونډو بازار په ریکاډ کچه په بره تللی ؤ اؤ د کاروباري فعالیت په مهال په یوه ورځ کې له څلورو نفسیاتي کچو له اوښتو نوی ریکارډ جوړ شوی ؤ.

پاکستاني مطبوعات وایي چې نن د جمعې په ورځ هم د ونډو بازار کې د کاروبار په پیل کې چټکتیا لیدل شوې اؤ په ابتدایي توګه د ۱۸۶ پواینټونو د تېزۍ سره کاروبار پیل شو اؤ ۱۰۰ انډیکس د ۷۶ زره اؤ ۱۰۷۳ پواینټونو کچې ته ورسېدو.

تر دې وروسته کاروبار کې نوره چټکتیا هم راغله اؤ انډیکس د ۱۰۷۳ پوانټونو نه په تېزۍ سره د ملک په تاریخ کې په وړومبي ځل د ۷۷ زره پوانټونو له کچې هم واوښتو.

د ونډو په بازار کې په ریکارډ کچه د چټکتیا په نتیجه کې د کی ایس اي ۱۰۰ انډیکس د ۷۷۲۸۱ پوانټونو نوې کچې ته رسېدلی دی.

د ونډو د بازار پوهان وايي د مرکزي بېنک له خوا د سود په شرحه کې د کمي وروسته د ونډو په بازار ټېکسونه نه دي لګول شوي.‏

د ونډو بازار کارپوه شهريار بټ وايي، "د بجټ نه وړاندې د پاکستان ونډو بازار کې اوازې وې او ويل کېدل چې په سټاک مارکيټ باندې به هم ټيکس لګول ‏کېږي ځکه چې حکومت د ټېکسونو زيات ‏هدف اېښودو ويلي وو خو د بجټ راتلو وروسته هغه اندېښنې ختمې شوې او چې کومه د 3500 پواينټونو کمي چې ‏راغلې وه نن بازار هغه کمي بیا پوره کړه".‏

د ونډ وبازار کې د پانګه والو په خبره، دا وخت د مختلفو کاروباري سېکټرونو خلکو سره د ونډو بازار يواځينۍ لاره ‏پاتې شوې چرته چې خلک خپلې ‏پانګې محفوظې ګڼي ځکه چې حکومت په بجټ کې بل يو کوم داسې سيکټر نه ‏دې پريښودی چې د ټيکسونه غټ بوج پرې نه وي اچول شوی.‏

پانګه وال عبدالروف وايي، "د ونډو بازار دپاره بجټ ښه او مضوبط وو خو ډيرو نورو کاروبارونو دپاره منفي ثابت شوی، نو چې څومره داسې کاروبارنو ‏کې پانګې شوې دي هغه به اوس د ونډو بازار ته راځي، ښکاري چې راتلونکي څه وخت پورې به اوس دغه مارکيټ 75000 نه تر 85000 پواينټونو تر منځ ‏کاروبار کوي"

اقتصاد پوهانو وايي که هر څو بجټ د ونډو په بازار زیات اثر نه دی غورځولی خو په بجټ کې چې کوم ‏ټېکسونه لګول شوي، د هغې سره به ګراني نه کميږي ‏بلکې نوره به سېوا کيږي، په عامو خلکو به یې زياتې ‏اغېزې وي، کوم رعايتونه چې ورکړل شوي وو هغه ټول ختم کړل شوي دي.‏ ‏

پنجاب: د سرګودهې د جج په آی اېس آی تورونه، لاهور هايکورټ د قضیې فېصله محفوظ کړې

د پاکستان د پنجاب صوبې د سرګودهې د ترهګرۍ ضد عدالت جج په استخباراتي ادارې (آي اېس آی) د ځورولو تورونه لګولي، لاهور هايکورټ په دغه ‏اړه از خود نوټس اخستی، د تورونو د قضيې فېصله یې محفوظ کړې ده.‏

د لاهور هايکورټ چيف جسټس ملک شهزاد احمد د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د قضیې اورېدنه کړې ده.‏

د رپورټونو ترمخه، د لاهور هايکورټ رجسټرۍ ته په اووم جون يو خط ترلاسه شوي، د سرګودهې د ډسټرکټ اېنډ سيشن جج محمد عباس په ياد خط کې ‏ویلي، په ‏‎25‎‏ مې د هغه د ترهګرۍ ضد عدالت کې د جج په حېث لومړۍ ورځ وه، هغه ته پيغام ترلاسه شوی وو چې د استخباراتي ادارې آی اېس آی ځينې ‏چارواکي ورسره په چېمبر کې ليدل غواړي.‏

خو هغه ورسره د ليدو نه انکار کړی، او د هغې وروسته ورته، د کورنيو ځينو غړو یې ويلي چې نامعلومه کسانو د شپې په وخت د هغه د کور ګېس ميټر ‏مات کړی دی.‏

هغه په خط کې ويلي وو، کورنۍ ته یې تيره مياشت د بجلۍ بل هم د حساب نه زيات ترلاسه شوی، د خپلوانو نه یې د ده په اړه معلومات اخستل شوي او په ‏شپږم جون بيا د ترهګرۍ ضد عدالت د دروازې نه بهر په ټرانسفرمر ډزې شوې وې.‏

څو ورځې وړاندې د سرګودهې د ترهګرۍ ضد خصوصي عدالت د نهمې مې په مقدمو کې فېصله اورولې او د پاکستان تحريک انصاف ګوند د ‏‎70‎‏ نه زيات ‏غړي یې بري کړي وو.‏

د رپورټونو ترمخه، پرونۍ اورېدنه کې د پنجاب صوبې د پوليسو مشر عثمان انور او د سرګودهې د پوليسو مشر هايکورټ ته پېش شوي او چيف جسټس ‏ترې پوښتنې کړي دي.‏

پوليس مشر عدالت ته ويلي، دغه ډېره مهمه او د عدليې د ازادۍ خبره ده په عدالت کې یې رپورټ جمع کړی دی کوم چې ډېر حساسه او پټ دی، دغه ‏رپورټ د ګواښونو په اړه دی.‏

چيف جسټس بيا ويلي، د ترهګرۍ ضد عدالت جج ويلي د آی اېس آی د ځينو خلکو لخوا ورته د ليدو ورته ويل شوي، ايا پوليسو هغه تن لټولی چې د جج ‏سره یې ليدل غوښته.‏

او د پوليسو مشر بيا ويلي، پوليسو ته د هغه علاقې د جيو فېنسنګ ضرورت دی د چرته نه چې جج ته فون شوی وو.‏

چيف جسټس بيا د پوليس مشر نه د ګېس ميټر ماتېدو، عدالت په دروازه د ډزو او عدالت بندېدو په اړه پوښتنې کړي او هغه ورته ځوابونه ويلي دي.‏

ویل شوي، د اوږد بحث او دلايلو مکمل کېدو وروسته چيف جسټس د از خود نوټس قضيې باندې فېصله محفوظه کړې ده.‏

د مارچ د میاشتې په وروستيو کې د اسلام اباد هايکورټ شپږو ججانو په عدليه کې د استخباراتي ادارو د ښکاره مداخلې پر ضد سپريم جوډيشل کونسل ‏‏ته خط ليکلى او غوښتنه يې کړې وه چې د ښکاره مداخلې او په قاضیانو د فشار راوړلو په اړه دې یو قضایي کنونشن راوبلل شي.‏

دا خط د اسلام اباد هایکورټ دشپږو ججانو جسټس محسن اختر کیاني، جسټس طارق محمود جهانګیري، جسټس بابر ستار، جسټس سردار اعجاز ‏‏اسحاق، جسټس ارباب محمد طاهر او جسټس تمیم رفعت امتیاز لخوا لیکل شوی وو.‏

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG