لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان، منځنی ختیځ او کرونا واېرس د میونخ سکېورټي کانفرس اهم موضوعات دي


افغان صدر اشرف غني او د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د میونځ سکېورټي کانفرنس په موقع
افغان صدر اشرف غني او د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د میونځ سکېورټي کانفرنس په موقع

د سکیورټي یا امنیت په موضوع نړیواله غونډه د جمعې په ورځ د جرمني په میونخ ښار کې شروع شوه او د جرمني صدر فرېنک والټر سټاېنمېر خبرداری وکړو چې روس، چین او امریکا د نړۍ امنیت ته خطرات راولاړوي.

جرمن صدر د بېلا بېلو ملکونو سیاسي مشرانو، پوځي مامورینو او د سفارتکارانو غونډې ته وویل چې روس پوځي طاقت او په سرحدونو کې بدلون د خپل سیاست برخه جوړه کړې ده او چین یوازې په داسې صورت کې د نړیوالو قوانینو پابندي کوي چې د هېواد د مفاداتو ته ټکر نه خوري.

او د امریکې په اړه جرمن صدر وویل "زمونږر تر ټولو نژدې ملگری، امریکا، د موجوده حکومت دلاندې د نړیوالې ورور ولۍ تصور دروي." جرمن صدر زیاته کړه چې دغه سوچ هېوادونه د امنیت په اړه هغه زوړ تصورې ته بوځي چې هېوادونه د بې اعتمادۍ له امله د وسلو ترلاسه کولو په مقابله کې ښکیل کړي او نتیجه یې دا وي امنیت نور کمزوری شي.

د میونخ غونډه په داسې حال کې کیږي چې نړۍ د یو شمېر اهم مسلو سره مخامخ ده، په دې کې افغانستان، منځنی ختیځ، د کرونا واېرس شامل دی.

د امریکې د فاع وزیر مارک اېسپر هم د میونخ په درې ورځنۍ غونډه کې شرکت کوي. او د منځني ختیځ په اړه یې ووېل په شام او عراق کې د داعش وسله والې ډلې ته ماتی ورکړی شوی. مارک اېسپر د هغو ٨٢ هېوادونو اتحاد ستاینه وکړه چې هغه وویل یوځای شول او داعش ته ته ماتی ورکړو.

خو مارک اېسپر خبرداری وکړو چې "زمونږ کار لا ختم نه دی." هغه وویل د داعش ضد اتحاد باید د دغه کمزوري کړی شوي دښمن په اړه بیدار ووسي.

د منځني ختیځ موضوع د میونخ د غونډې په فهرست کې تر ټولو اوچته ده.

په عراق کې د داعش خلاف جنگ او د عراقي ځواکونو د تربيي ذمه واري نېټو د امریکايي ځواکونو نه اخیستې ده.

او د نېټو مشر په افغانستان کې د امریکې او طالبانو ترمنځ د ممکنه مفاهمت هرکلی وکړو.

د نېټو سېکرېټ‏ري جنرل هانس سټاټنبرگ وویل په موجوده وخت کې نېټو په افغانستان کې ١٦٠٠٠ عسکر لري او په شمېره کې بدلون کېدلی شي که چېرې طالبان "د تشدد د کمولو اراده او صلاحیت وښايي نو مونږ د امن لار لیدلی شوو."

د میونخ په غونډه کې به تر لوې ټکر کې د خالي، شنبې، په ورځ د امریکې او ایراني استازو سټېج ته د ورتللو په موقع لېدل کېږي. او څېړونکي به د دواړو حریفو هېوادونو استازو خبرې په غور اوري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG