پاکستان کې دامريکې سفير کيمرون منټر وئيلي دي مضبوط او باثباته پاکستان دامريکا په گټه دى ځکه يو ايس ايډ او نور تنظيمونه ددغه هيواد دانفراسټرکچر ښۀ کولو لپاره کار کوي.
داسلام اباد په نيشنل لائبريرۍ کې دوفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو( فاټا) او ملاکنډ سيمو کې دتندلارو دبريدونو له امله دتباه شوؤ سکولونو دبيا جوړولو دکارمکمليدو ددرناوي يوې دستورې ته دوينا په مهال دفاټا او ملاکنډ دسکولونو بيا جوړولو ته په اشارې کولو سره امريکائي سفير وويل پاکستان کې او په ځانگړې توگه دخيبرپښتونخوا صوبې دمخ په ترقۍ سيمو کې د تعليم ښۀ والى د دوي هڅه ده.
منټر وويل دتعليم په ورکړې سره دماشومانو مستقبل خوندي کولدپاکستان او امريکا عمومي کار دى.نوموړي وويل مونږ پاکستاني ماشومان (دتعليم په ميدان کې ) دتعليمي اسانتياوؤ دهغوي په دُرشل دورکړې سره دمضبوط څخه مضبوط ليدل غواړو.
سفير وويل چې په فاټا او ملاکنډ کې د700ؤ څخه زيات سکولونه جوړ کړل شوي او ورته کتابونه ، فرنيچر، په سکولونو کې بنيادي ضرورتونه او ښوونکو ته روزنه ورکړل شوې ده.
دغه منصوبه درې کاله وړاندې پيل کړل شوې وه او دسختو ستونزو باوجود په هاغو سيمو کې دوامداره وه چرته چې پوځ دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي وؤ.
امريکائي سفير دخيبرپښتونخوا دمشرانو لخوا دترهه گرو په ضد دجگړې په اړه اخستل شوې سختې فيصلې هم وستائيلې او په ځانگړې توگه دجينکو طالب علمانو لپاره يې په تعليمي نظام کې په بيا نوي والي دهغوي تعريف وکړو.
هغه وويل دمرستې او شريکو کوششونو پرته مونږ دښۀ، خوشحاله او پرمختيائي پاکستان خوبونه نۀ شو پوره کولى.په دغه موقعه دخيبرپښتونخوا دتعليم وزير دخپلې وينا په مهال وويل چې يو ايس ايډ دتعليم ادارو په جوړولو کې دقدر وړ مرسته ورکړې ده.
بابک وويل چې ځينې خلک په دې پروپيگنډه کې شامل وؤ چې گنې امريکايان دپاکستان ملگري نۀ دي چې دهغه په وينا دغه خبره سمه نۀ وه او زياته يې کړه چې دپاکستان حقيقي دښمنان هاغه څوک دي چې تعليمي ادارې يې تباه کړې او دهيواد دامن او سلامتۍ لپاره گواښ جوړ شول.
ديو ايس ايډ او نورو نړيوالو مرستندويه ايجنسيو دمرستې دستائيلو په ترڅ کې دتعليم وزير وويل چې دتعليم دنظام ترقۍ ته ضرورت دى، هغه وويل چې تعليم يافته خلک به خپل دښمن په ښۀ توگه وپيژندلى شي.
هغه زياته کړه چې دخيبرپښتونخوا اولس دصوبې دامن او خوشحالۍ لپاره دخپل ژوند قربانۍ ورکړي او باور يې ورکړى چې دقامي گټو لپاره به هغوي په مستقبل کې هم دغه قربانۍ دوامداره ساتي.
په دغه دستوره کې ديو ايس ايډ پاکستان مشر ډاکټر انډريو سيسن او نورو چارواکو هم گډون وکړو.
سفير منټر دهاغو طالب علمانو سره هم وليدل چې دفاټا او ملاکنډ دسکولونو څخه په دغه دستوره کې دگډون کولو لپاره اسلام اباد ته ورغلي وؤ.
ديو طالب علم لخوا ددې پوښتنې په ځواب کې چې امريکا دهغوي مرسته ولې کوي؟ امريکائي سفير وويل چې مونږ تاسو مضبوطول غواړو چې دغه شان تاسو يو مضبوط پاکستان جوړ کړى شئ او مضبوط پاکستان زمونږ په گټه دى.
کيمرون منټر : امريکا دپاکستان مضبوطولو لپاره مرسته کوي
1