لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت پروېز مشرف ته د غدارۍ په مقدمه کې د مرګ سزا واوروله


د اسلام اباد ځانګړي عدالت پخواني پوځي امر پروېز مشرف ته د غدارۍ په مقدمه کې د مرګ يا تېزندۍ سزا واوروله.

د پروېز مشرف پرضد د غدارۍ د مقدمې فېصله د جسټس وقار احمد سېټهـ په مشرۍ د درې کسيزه ججانو ډلې د دوه ججانه په اکثريتي فېصلې سره واوروله.

عدالت په خپله لنډه فېصله کې ويلي پروېز مشرف په درېم نومبر ۲۰۰۷م ائين مات کړی او غداري يې کړې ده.

دوه ججانو پروېز مشرف ته د مرګ د سزا په حق کې فېصله اورولې او بل یې مخالفت کړی دی.

په پخواني پوځي آمر پروېز مشرف باندې تور ؤ چې د خپلې واکمنۍ په مهال یې د پاکستان آیین مات کړی او په همدې تور د هغه په ضد له ۲۰۱۳م کال راهیسې د غدارۍ مقدمه روانه وه، چې هغه په دې موده کې یواځې یو ځل عدالت ته وړاندې شوی دی.

د مشرف په ضد د سختې غدارۍ مقدمه د مسلم لیګ (ن) ګوند تېر حکومت پیل کړې وه، چې د ۲۰۱۴م کال په مارچ کې ځانګړي عدالت هغه تورن اعلان کړی وو او د همدې کال په سپټمبر میاشت کې د سرکاري وکیل دفتر د هغه په اړه عدالت ته ثبوتونه وړاندې کړي وو.

د غدارۍ د مقدمې له کبله تېر حکومت د هغه نوم د سفري بندیزونو په نوملړ کې اچولی وو، خو په ۲۰۱۶م کال کې د عدالت په امر د هغه نوم له اې سي ایل څخه و ایستل شو او هغه له هېواده بهر لاړ چې بیا تر اوسه نه دی را ستون شوی.

پروېز مشرف د ناروغۍ د علاج لپاره له هېواده بهر تللی خو بیا تر اوسه نه د مقدمې اورېدنې ته حاضر شوی او نه یې د ویډیو لینک له لارې عدالت ته د ځان د سپیناوي په اړه خپل بیان ورکړی دی.

د غدارۍ ځانګړي عدالت د مشرف د بیرته راوستلو لپاره هغه مفرور اعلان کړی او د ده د پاسپورټ او شناختي کارډ تړلو امر یې هم جاري کړی ؤ، خو پروېز مشرف عدالت ته حاضر نه شو او د هغه وکیلانو دا دریځ درلود چې مؤکل یې ډېر ناروغه دی او عدالت ته نه شي حاضرېدای.

په پروېز مشرف باندې د بلوڅ ملتپال مشر او پخواني وزیراعلی نواب اکبر بګټي د وژنې په تور هم مقدمه درج شوې وه خو د بلوچستان هایکورټ په ۲۰۱۶م کال کې هغه بري کړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG