لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لکونو مسلمانانو د حج مناسک شوروکړې

د مکې سره نزدې منا کې په لکونو حاجیان جمعه شوې دې. د حج مناسک د اتوار په شورو شوې دي
د مکې سره نزدې منا کې په لکونو حاجیان جمعه شوې دې. د حج مناسک د اتوار په شورو شوې دي

د نړۍ د گوټ گوټ نه راغلې په لکونو مسلمانانو نن د اتوار په ورځ د حج مناسک شورو کړې دي.

په سپینو احرامونو کې حاجیان د مکې سره نزدې د عرفات په میدان کې جمع دي. عرفات کې منونځونو او عبادت نه ورستو به حاجیان په منا کې د جمرا یا د شیطانانو د ویشتلو رسم ادا کوي.

د حج مناسک پورا کولو ورستو به حاجیان د لوې اختر قرباني کوي. حج په شته منو مسلمانانو باندې په ژوند کې د یوځل کولومذهبي فریضه ده.

داتوار په ورځ به حاجيان دمکې مکرمې څخه منى ته رسيږي او دغسې به دحج مناسک پيل شي.
د حج رکن اعظم يعنې دعرفات د ميدان وقوف به په نهم ذوالحجه یا 15 نومبر کيږي.
دسعودي دسرچينو له مخې سږ کال به دټولې نړۍ د20ؤ لکو څخه زيات مسلمانان دحج فريضه ادا کوي، چې په هغوي کې 17 نيم لکه دبيلا بيلو هيوادونو سره تعلق لري او دوه نيم لکه دسعودي خپل وگړي او هلته ميشته غيرملکيان دي.
سږ کال تر ټولوزيات دانډونيشياء وگړي حج کوي چې شميره يې دوؤ لکو ته رسيږي.
دپاکستان څخه به يو لک او پينځه شپيتۀزره ، دهند څخه يو لک شپيتۀ زره ، دبنگله ديش څخه يو نوي زره ، دترکي څخه يو لک ، دايران څخه هم يو لک ، دنائيجيريا څخه پينځه نوي زره، دروس څخه شل زره، دچين څخه ديارلس زره، دشپږ څلويښتو غيرعربو افريقائي هيوادونو څخه يو لک اتيا زره، او دسري لنکا څخه شپږ زره کسان دحج فريضه ادا کوي او ددې ترڅنگ داروپا، امريکا، کاناډا او لاطيني امريکا څخه هم په زرگونو کسان حج ته تللي دي.
دسعودي عرب له لوري هر هيواد ته دهغوي دټولې مسلمانې ابادۍ .01 فيصد په تناسب سره دحج وزيرې ورکول کيږي.
سږ کال په سعودي عرب کې دميشتوؤغيرملکي وگړو سره سره ددغه هيواد خپلو وگړو ته هم حکومت دحج دفريضې ادا کولو دپاره ځانگړي پرمټونه جاري کړي چې دهغې دښودلو څخه پرته به دغو وگړو ته مکې مکرمې ته دننوتلو داجازه نۀ وي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG