لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي ټولنې او هند په برما کې پوځي کودیتا غندلې


د میانمار یا برما پوځ د ګل په ورځ د هیواد کنټرول ترلاسه کړی او هیواد کې یې د یو کال پورې بیړنی حالت اعلان کړی. پوځ د خپل ګام په دفاع کې په نومبر کې شوي انتخاباتو کې د درغلیو په دعوو د حکومت لخوا څه ګام نه پورته کولو ته ګوته نیولی.

د پوځ لخوا دغه اعلان په پوځي ټي وي چېنل شوی او په کې وېل شوي چې یو کال وروسته به په هیواد کې انتخابات ترسره کیږي او پوځ به یې ګټونکو ته واک حواله کوي.

دغه اعلان د واکمن ګوند نيشنل ليګ فار ډېموکرېسي د مشرې انګ سان سوچي او نوروسیاسي مشرانو د نیولو څو ساعته وروسته شوی.

د واکمنه ګوند وياند ويلي انګ سان سوچي او صدر وين مېنت د ګل په سهار وختي نيول شوي دي. د ګوند وياند ميو نېټ ويلي، هغه په خپلو پلويانو غږ کړی چې په سختۍ سره غبرګون نه وايي د قانون ترمخه ګام پورته کړي.

Myanmaar
Myanmaar

هغه ویلي د برما پوځ مهم مشران نيولي دي او اوس دوی ویلی شي چې دا پوځي کودتا ده. د اېن اېل ډي ګوند یو تصدیق شوي فېس بک پاڼې وروسته بیا په یوخپور شوي بیان کې په خلکو غږ کړی چې پوځي کودیتا یا پوځي امریت دې وه نه مني.

د امریکا غبرګون:

د امریکا خارجه وزیر انټونیو بلینکن په میانمار کې د پوځي‌ کودیتا وروسته په پوځ غږ کړی د خپلو ګامونو نه دې په شاه شي او زیاته کړې ی ده امریکا ٫٫ د برما د خلکو د جمهوریت، آزادۍ سولې او پرمختګ لپاره د هیلو سره ولاړه ده.٬٬

سپينې ماڼۍ په یو خپور شوي بیان کې بیا ویلي ٫٫ په ميانمار کې د وروستيو انتخاباتو د نتيجو بدلولو او جمهوري لارې د حکومت د انتقال په لاره کې د خنډانو جوړوونکو مخالفت کوي او که چرته دغو اقداماتو کووونکو خپل ګامونه بيرته وانه خسته نو امریکا به يې د زمه وارو پرضد ګامونه پورته کړي.٬٬

امریکا په دغو رپورټونو هم اندېښنه څرګنده کړې چې د برما پوځ جمهوري منتقلۍ ته د زيان رسولو دپاره ګامونه پورته کړي دي، امرېکې په پوځ او ټولو خواو غږ کړی چې په جمهوري اقدارو او قانون عمل وکړي او نيول شوي کسان خوشي کړي.

د ملګري ملتونو او نړیوال غبرګون:

د ملګرو ملتونو سر منشي انټونیو ګوټېرس هم د میانمار په پوځي مشرانو غږ کړی چې په سوله ایزو خبرو اترو دې خپل اختلاقونو ختم کړي. د سر منشي لخوا خپور شوي یو بیان کې وېل شوي ٫٫ سېکټري جنرل د نوي پارلیمان د لومړۍ غونډې په شپه د هیواد مشرې آنګ سانګ سوچي، صدر وین مېنت او نورو سیاسي مشرانو نیول کیدو غندنه کوي.‌ هغه د تول هیواد واک اختیار پوځ ته په حواله کولو سخت اندېښمن دی.٬٬

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویاند سټېفن په یو بیان کې ویلي، ٫٫ دا تازه ګامونه په میانمار کې د جمهوریت لپاره شوي پرمختګونو ته لوې زیان دی.٬٬

اروپايي اتحاد، برتانیې، اسټریلیا، هندوستان او سنګاپور هم د میانمار په تازه حالاتو خپلې اندېښنې څرګند کړي.

د هندوستان خارجه وزارت د برما د کودیتا وروسته په یو بیان کې ویلي، ٫٫ د برما پرمتخیا ته د ژورو اندېښنو سره ګورو، هند تل په میانمار کې د جمهوري پرمختیا او واک اختیار په جمهوري توګه انتقال عمل سره ولاړ دی. مونږ ګڼو چې د قانون عملي کور او جمهوری عمل دې پرځاې وساتل شي.٬٬

د بشري حقونو ډلو هم د ګل په ورځ په میانمار کې اخستل شوي ګامونو باندې نیوکې کړي. د اېمنسټي انټرنېشنل د دغه سېمې لپاره ناېب ډاېرېکټر ویلي ٫٫ د پیژندلو سیاسي مشرانو او د بشري حقونو فعالانو نیول دا ښکاره پېغام ورکوی د ننې ورځې د پېښو وروسته به پوځي چارواکي به هیڅ ډول مخالفت وه نه زغمي.٬٬

د آسیا لپاره د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې یا هیومن راېټس واچ ناېب ډاېرېکټر فل رابرټسن ویليو د پوځ دا تازه ګام ٫٫ څرګوندوي چې د نومبر په میاشت کې شوي انتخابات او د خلکو د خپل حکومت غوره کولو حق نه په کلکه نفرن څرګندوي.

په میانمار کې د پوځي کودیتا وروسته په لویو لویو ښارونو کې ټېلېفونونه او انټرنېټ تړل شوی او د رپورټونو تر مخه رابطې قطع شوي دي. د برما سرکاري ټي وي اېم آر ټي وي خپرونې تړل شوې وې او بیا یې په فیس بک باندې رپورټ ورکړی وو چې کومه تکنیکي ستونزه رامنځ ته شوې.

راپورونه وايي د ميانمار په پلازمينه نېپېډاؤ کې ځای په ځای پوځ ګرځي ګزمې کوي او ويل کيږي د کاروباري ينګون ښار سره اړيکې قطع کړی شوي دي.

په ميانمار کې دا تازه پرمختګ په داسې حال کې شوی چې د نېشل ليګ فار ډیموکرېسي ګوند د نومبر د انتخاباتو د ګټې وروسته دا تاؤ تريخوالی جوړ شوی ؤ، د ميانمار پوځ دعوه کړې ده چې په انتخاباتو کې درغلي شوې خو دغه تورونه د ملک الېکشن کمېشن رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG