په مرکزي میانمار کې د نهې په ورځ احتجاج کونکې طالب علمانو او پولیسو ترمینځه نښتې شوې دي په داسې مهال چې حکومتي چارواکو تعلیمي اصلاحاتو دپاره د مارچ کونکو لاریون یا مارچ مخه نیولې ده.
د احتجاج کونکو لاره نیولو لپاره پولیسو کوتکې چلولې او په دې موقع جوړې کړې شوې یوې ویډیو کې لیدل کیږي چې په وسله سنبهال پولیسو د طالب علمانو یو گاړي شیشې ماتې کړې.
د مظاهره چیانو مشر ون ټن وائس اف امریکا ته ویلي دي پولیسو خوا او شا ٣٢ تنان نیولې دي او یو شمیر مظاهره چیان په نښتو کې ژوبل شوي هم دي. هغه زیاته کړه مظاهره کونکي په کوتکو وهلی شوي او په خښتو ویشتل شوي دي.
حکومت دړکه کړې ده چې که مظاهره چیانو خپل مارچ جاري وساتلو نو د دوي گرفتارۍ به شروع کړي ځکا چې حکومت وايي دا د هیواد ثبات او امن ته زیان رسوي.
په میانمار کې په احتجاجي مظاهرو سخت بندیز دی. دا هیواد د لسیزو راهسې د سخت پوځي امریت د لاندې پاتې شوی دی. کال ٢٠١١ راهسې حالات هغه وخت ښه کیدل شروع شول چې د هیواد پوځي مشرانو واک سویلین حکومت ته وسپارلو.