لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې زمکني عمليات ، ۱۵ ترهگر وژل شوي


د پوځ د عامو اړيکو څانگې په وينا د ۱۵ جون څخه پېل شوي ضرب عضب اپرېشن کې تراوسه پورې ټول ۳۷۶ ترهگر وژل شوي دي
د پوځ د عامو اړيکو څانگې په وينا د ۱۵ جون څخه پېل شوي ضرب عضب اپرېشن کې تراوسه پورې ټول ۳۷۶ ترهگر وژل شوي دي

د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار لخوا نن د گل په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي ، چې د شمالي وزيرستان د ميران شاه سيمي نه د خلکو د وتو وروستو پوځ په علاقه کې زمکني عمليات پېل کړي ، او کور په کور يي د لټون عمل پېل کړی دی .

د ائي اېس پي ار ترمخه زمکنو عملياتو کې تراوسه پورې ۱۵ ترهگر وژل شوي ، او په دغې کارروائۍ کې چې د پوځ خصوصې دستې برخه اخلي ، بارودي سورنگان او د بمونو جوړولو کارخانې يي مالومې کړي دي . او د ترهگرو لخوا په ډزو کې درې عسکر ژوبل شوي دي .

د پوځ په وينا ميرعلي او نورو سيمو کې هم د ترهگرو په پټو ځالو د توپونو ، ټېنکونو او نورې درنې وسلې ډزې روانې دي ، او په سيمه کې ترهگر په گېره کې اخېستل کيږي .

د پوځ د عامو اړيکو څانگې په وينا د ۱۵م جون څخه پېل شوي ضرب عضب اپرېشن کې تراوسه پورې ۳۷۶ ترهگر وژل شوي ، ۱۹و ځان امنيتي ځواکونو ته حواله کړی ، په ۱۵ورځو کې د ترهگرو ۶۱ ځالې تباه کړی شوي دي . او د دغو عملياتو په مهال تراوسه پورې ۱۷ پوځي عسکر هم وژل شوي دي .

د پوځ په بيان کې زياته کړې شوې ده ، چې د سيمې نه کډوال شوؤ خلکو ته په بنو ، ډېره اسماعېل خان او ټانک کې د ۱۱۰ کلو والا راشن ۳۰۰۰۰ بوجۍ ورکړی شوي ، او د ملک په مختلفو برخو کې د پوځ لخوا د کډوالو د مرستې دپاره لگول شوؤ کېمپونو کې ۲۷۶ ټنه راشن راجمع شوی ، او هغه هم بنو ته استول شوی دی .

ائي اېس پي ار وايي پوځ ۵۶۶۵ ناروغه انسانو او د کډوالو د ۶زره نه زياتو څاروؤ ته هم دوايانې ورکړی شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG