لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزيرستان د کډوالو شمېره د ۹ لاکه ۵۵ زرو نه اوړېدلې


پېښور کې به د رجسټرېشن عمل نن سرته ورسي ، او بنو کې د صبا پورې خلک کولی شي ، چې ځانونه رجسټرډ کړي
پېښور کې به د رجسټرېشن عمل نن سرته ورسي ، او بنو کې د صبا پورې خلک کولی شي ، چې ځانونه رجسټرډ کړي

د پاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې د پوځي اپرېشن څخه د کډوال شوؤ خلکو شمېره د ۹ لاکهه او ۵۵ زرو نه اوړېدلې ، او چارواکي وايي د صبا پورې به د کډوالو د رجسټرېشن عمل سرته ورسي .

د قبائيلي سيمو دپاره د قدرتي افتونو په وخت د مرستو رسولو او انتظام د ادارې اېف ډي اېم ای مرستيال مشر حسيب وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، چې د نن پورې د شمالي وزيرستان ۹ لاکهه او ۵۷ زره کډوال رجسټرکړی شوي دي .

د نوموړي په خبره پېښور کې به د رجسټرېشن عمل نن سرته ورسي ، او بنو کې د صبا پورې خلک کولی شي ، چې ځانونه رجسټرډ کړي .

د اېف ډي اېم ای مرستيال مشر وايي دويې نه گڼي ، چې کوم کډوال به د رجسټرېشن نه پاتې شوی وي ، ځکه چې د هغه په وينا ، ډېرو خلکو په دوه ، او درې ځله د خپلو نومونو اندراج کړی دی . او د نوموړي په وينا داسې مالوميږي چې په دوېم او درېم ځل به نزدې ۳۰ فيصده خلکو خپله نوم ليکنه کړي وي .

د اېف ډي اېم ای د رپورټ ترمخه تر اوسه پورې په نزدې ۳۰زره کورنو باندې د درې نيم ميليينه نه زياتې امدادي نقدې روپۍ وېشل شوي دي ، او راپورونه وايې چې د خوراک نړيوال پروگرام لاندې کډوالو ته د ۳ زره او ۷ سوه ټنه نه زيات خوراکي توکي هم ورکړل شوي دي .

نن د گل په ورځ د پنجاب صوبې وزيراعلي شهباز شريف او د خېبر پښتونخوا گورنر سردار مهتاب احمدخان سره د نورو لوړ پوړو چارواکو د بنو د کډوالو د کمېپ دوره هم کړې ده .

د پنجاب وزيراعلي اعلان کړی چې د پنجاب صوبې حکومت به هره مياشت هرې يوې کډوالې کورنۍ ته ۷۰۰۰ روپۍ امدادي نقدي روپۍ ورکوي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG