لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيب د ارسلان افتخار کيس پلټنو لپاره گډه کميټۍ جوړه کړې


د قامي احتساب بيورو چئيرمين ايډمرل(ر) فصيح بخاري د خالي په ورځ وئيلي دي چې د ارسلان افتخار کيس دپلټنو لپاره يوه گډه پلټنيزه ډله جوړه کړل شوې ده.
په اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال بخاري وويل دغه ډله به دمرکزي پلټنيزې شبکې ( ايف ائي اى) نيب او پوليسو په چارواکو مشتمله وي.
هغه وويل چې دچيف جسټس دځوې له لوري ورته يو خط ترلاسه شوى ؤ چې پکې هغه ته گواښ شوى ؤ او وې وئيل چې دغه خط دعدالت دسپکاوي برابر دى.
بخاري دغه خط په پلټنو داثرانداز کيدو يوه هڅه وگرځوله.
دنيب چئيرمين وويل هيواد ته پيښه تر ټولو ستره ستونزه بدعنواني ده او زياته يې کړه چې دشپږو څخه نيولې تر اتوؤ بلينو پورې روپۍ دروزانه په اساس وهل کيږي.
دهغه وينا وه چې بيورو په پاکستان ريلويز کې دبدعنوانۍ او بدنظمو دتورونو جاج هم اخلي.
بخاري ميډيا ته وويل درحمان ملک له لوري چې دشريف وروڼو په ضد کوم ريفرنس جمع کړل شوى دهغې جاج اخستل کيږي.
دهغه وينا وه چې بيورو دسياسي مقصدونو لپاره نۀ کارول کيږي او زياته يې کړه چې په داسې حال کې چې هيواد دراتلونکو عامو انتخاباتو په لوري روان دى کوم سياسي کيسونه به نۀ پرانستل کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG