لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نقیب الله پلار: د هر پښتون شکریه ادا کوم چې ځما د زوي مرگ یې غندلی


د ملک محمد خان په پېښور پرېس کلب کې وینا
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

د ملک محمد خان په پېښور پرېس کلب کې وینا

په کراچۍ کې په مشکوکه پولیس مقابله کې د جنوبي وزیرستان وژل شوي ځوان نقیب الله پلار، ملک محمد خان، ویلي غواړي چې کلي په کلي او کور په کور هر پښتون ته ورشي او شکریه یې ادا کړی چې د هغه د زوي د مرگ غندنه یې کړې ده.

ملک محمد خان د نهې، سه شنبې، په ورځ د پېښور پریس کلب ته ورغلو او په یوه خبري غونډې کې یې وویل د مطبوعاتو دلارې د پښتنو شکریه ادا کوي چې د نقیب الله مرگ یې غندلی دی.

د خبري غونډې ورسته د وي او ای ډیوه خبریال مدثرشاه سره خبرو کې ملک محمد خان وویل، "پکور (پکار) خو دا وه چې زه کور په کور په پښتنو گرځېولی دلی وی که نوی کلي په کلي خو گرځولی وی چې مو (ما) شکریه ادا کړی وی خو توسې بیا دا گېلې مو (ما) نه مه کی زه پکښې مصروف یم."

ملک محمد خان وویل د مصرفیت په وجه هرپښتون ته ځان نشي رسولی او هم د خپلو مصروفیاتو په وجه د زوي د ښخولو ورسته د هغه قبر تلو ته نه دی سم شوی.

نقیب الله د سږ کال د جنورۍ په ١٣ مه نیټه په کراچۍ کې وژل شوی دی. پولیس ویلي نقیب الله د پولیس او مشکوک وسله والو ترمنځ د ډزو په تبادله کې ووژل شو خو د جنوبي وزیرستان د وژل شوي ځوان خپلوان د پولیس دغه دعوه ردوي.

د نقیب الله د قتل په لړ کې تورن د کراچۍ پولیس یو لوړ رتبه راؤ انوار تر دا مهال پټ شوی دی او د نقیب الله د وژنې په اړه د سپریم کورټ مقدمې ته هم نه دی حاضر شوی.

ملک محمد خان پوښتنه وکړه چې که چرې راؤ انوار بې گناه دی نو عدالت ته ولې نه حاضریږي؟ هغه غوښتنه وکړه چې د پولیس دغه مفرور افسر دې زر تر زره ونیول شي.

د ملک محمد خان سره د پېښور پرېس کلب ته د هغه ځینې خپلوان هم ورغلي وو. په دغه کسانو کې هاشم خان هم و چې وې ویل که چرې راؤ انوار وو نه نیول شو چې په اینده تگلاره به زر اعلان کړي.

نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال مدثر شاه په رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG