لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نقیب محسود د وژنې مقدمه درج، پولیس افسر راؤ انوار پکښې ملزم


په کراچۍ ښارکښې وژل شوي د جنوبي وزیرستان ځوان نقیب الله محسود پلار په رسمي توگه پولیس سره د خپل زوي د قتل اېف ايي ار درج کړی دی
په کراچۍ ښارکښې وژل شوي د جنوبي وزیرستان ځوان نقیب الله محسود پلار په رسمي توگه پولیس سره د خپل زوي د قتل اېف ايي ار درج کړی دی

په کراچۍ ښارکښې وژل شوي د جنوبي وزیرستان ځوان نقیب الله محسود پلار په رسمي توگه پولیس سره د خپل زوي د قتل اېف ايي ار درج کړی دی او د پولیس یو لوړ رتبه افسر راؤ انوار په شمول د هغه یو شمیر ماتحتان یې پکې نامزد کړې دي.

د پولیس مامورینو ترمخه، په مقدمه کښې د راؤ انوار او د هغه په ډله د ترهگرۍ، د پېسو لپاره د تښتولو او په غېرقانوني توگه د وژنې او ځينې نور قانوني دفعات لگول شوي دي.

د کراچۍ پولیس افسر راؤ انوار
د کراچۍ پولیس افسر راؤ انوار

ایف ايي ار کښې څه دي ؟

د نقیب الله د مقدمې د وکیلانو په پېنل کښې شامل وکیل ظهورالدين محسود د وي او ای ډیوه د روانو چارو په پروگرام کښې کوربه نوشېروان قلندر ته وویل "ایف ايي ار کښې اصل ملزم د ملیر د پولیسو پخوانې مشر راؤ انوار او د ده سره په ټیم کښې شامل نور پولیس افسران او عمله نامزد کړې شوې ده."

ظهورالدین محسود وویل د ایف ايي ار سره تړلې دا ابتدايي قانوني کاروايي د نقیب د قتل د تحقیقاتو دپاره د سند صوبې درې کسیزه ټیم په وړاندې مکمل کړی شوې ده.

ظهورالدین وویل په مقدمه کښې د ائین د ١٦١ مادې د لاندې د موقعې هغه دوه گواهانو نصرالدین او حضرت علي شاکرهم خپل بیانونه ریکارډ کړل. پولیس چې کله نقیب الله د یو هوټل نه بوتلو نو نصرالدین او حضرت علي شاکر په موقع موجود وو.

گواهانو ویلي چې پولیسو دوی هم په دریمه جنورۍ د نقیب الله سره اوچت کړي وو او تردرېو ورځو پورې یې ترې پوښتنې کولې چې د طالبانو سره یې څه رقم تعلق شته اوکنه؟ خو وايي چې پولیسو درې ورځې وروسته دوی پرښودل او نقیب الله یی د ځان سره پاتې کړو.

دمقدمې وروسته به څه کېږي؟

د نقیب الله د کېس قانون پوهه ظهورالدین محسود وايي پولیس د قانون په مطابق د دې پابند دی چې د ابتدايي پلټنو او بیانونو او نورې ضروري کاروايي وروسته په دوو هفتو کښې دننه د مقدمې چالان په عدالت کښې جمع کړي او د عدالت نه د کېس دملزمانو په ضد د ضروري گامونو پورته کولو اجازت واخلي.

وکیل ظهورالدین وویل " ددغه مقدمې اورونه به د ترهگرۍ ضد عدالت کښې کېږي ځکه چې په دې کښې د ترهگرۍ سره اړه قانون ته هم رجوع کړې شوې ده."

د نقیب الله په مقدمه کښې د کراچۍ یوشمېر وکیلانو اعلان کړی دی دوی به دغه مقدمه بغېر د پېسو کوي.

ظهورالدین اېډوکېټ وي او ای ډیوه ته وویل د سند صوبې بار کونسل، هايي کورټ باراېسوسي اېشن او ملیر بار په شریکه غونډه کښې په صوبه کښې په زیاتېدونکو د "ماورا عدالت" یا د عدالت نه بالا وژنو غندنه کړې ده او غوښتنه یې کړې د داسې رقم نورو وژنو مخ نیوی دی وکړی شي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG