لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان امنیتي سلاکار ناصر جنجوعه افغانستان ته ځي


د پاکستاني چارواکو لخوا په یو خپور شوي بیان کې راغلي دي، چې نوموړی به له افغان چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په موجوده تاوتریخوالي او د ترهګرۍ پرضد په روانې مبارزې باندې خبرې وکړي.

پاکستاني چارواکي وايي، د دغه هېواد د امنیتي چارو سلاکار جنرال ریټایرډ ناصر جنجوعه به سبا (د خالي یا شنبې په ورځ) افغانستان ته سفر وکړي.

د پاکستاني چارواکو لخوا په یو خپور شوي بیان کې راغلي دي، چې نوموړی به له افغان چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په موجوده تاوتریخوالي او د ترهګرۍ پرضد په روانې مبارزې باندې خبرې وکړي.

افغانستان ته د لوړ پوړي پاکستاني امنیتي چارواکي دغه سفر وروسته له هاغې کیږي چې په کابل کې افغان ولسمشر اشرف غني په دې وروستیو کې د کابل پروسې په کانفرانس کې یوځل بیا په طالبانو غږ وکړ چې د سولې خبرو ته دې کښېني.

اشرف غني دا هم وویل چې طالبان به د یو سیاسي ګوند په توګه ومني او د سولې په اړه له پاکستان سره د دولت په کچه هر اړخېزو خبرو ته چمتو دی.

کابل ته د دغه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي سفر د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په بلنه ترسره کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG