د نېټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن د چارشنبې- شورو په ورځ د بلجیم په مرکز برسلز کې غونډه کوي او تمه ده چې د اوکراین له پوځ سره د 100 اربه یورو (107 اربه ډالرو) پوځي مرستې د فنډ جوړولو په اړه خبرې وکړي.
د نېټو عمومي مشر ین سټولټنبرګ غونډې ته د رسېدو په وخت کې ویلي، نېټو اوس دې ته اړتیا لري چې د خپل ملاتړ حرکیات یا خوځښتونه بدل کړي، وایي وزیران به یې پر دې خبرې کوي چې نېټو څنګه د اوکراین لپاره د پوځي وسایلو د همږغۍ او روزنې ذمه واري پر غاړه واخلي:
"موږ باید اوکراین ته د اوږدې مودې لپاره د باور او د اټکل وړ امنیتي مرستې ډاډ ورکړو، چې مو په رضاکارانه مرستو لږ او د نېټو پر ژمنو ډېره تکیه وکړو".
دغه پلان د نېټو عمومي مشر ین سټولټنبرګ وړاندې کړی او په دې کې دا هم شامله ده چې نېټو به له خپلو غړو هېوادونو سره د دې پوځي مرستې په همږغۍ کې لا نوره مخامخ ښکېل شي.
که څه هم پر دې فنډ به د نېټو په دوه ورځنۍ غونډه کې- چې د اتحاد د 75 کلیزې په مناسبت جوړه شوې- بحثونه کیږي خو په دې اړه وروستۍ پرېکړه به په راتلونکې جولای میاشت کې د نېټو د مشرانو په سرمشریزه غونډه کې کیږي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن یورپ ته د سفر په مهال فرانس ته تللی او ټاکل شوې چې نن د نېټو د 75مې کلیزې په غونډه کې هم ګډون وکړي.
بلینکن یو ځل بیا د امریکې له کانګرسه غوښتي چې له اوکراین سره پوځي مرسته منظوره کړي. هغه د سه شنبې- نهې په ورځ په پېرس کې د دفاعي مرکز د لیدو په وخت د فرانس د دفاع له وزیر سباستین لیکارنو سره د خبرو په وخت وویل:
"موږ په یو داسې حساس وخت کې یو او دا د اوکراینیانو لپاره ډېره زیاته ضروري ده چې هغوی خپلې دفاع ته د دوام ورکولو لپاره څه غواړي په ځانګړې توګه وسله او د هوایي دفاع سیسټم هغه تر لاسه کړي".
د نېټو یوه چارواکي د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط پرون د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، د نېټو د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د اوکراین د ملاتړ په تر ټولو غوره امکاناتو او د اوکراین د لا ځواکمن کولو پرلارو چارو خبرې وکړي.
د امریکې کانګرس لا تر اوسه د بایډن انتظامیې د اضافي فنډ غوښتنه نه ده منظوره کړې چې له اوکرایني ځواکونو سره په بیا سپلای کولو او له دې هېواد سره د روس د بریدونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
بایډن د ریپبلکن ګوند په مشرۍ استازو اېوان څخه وغوښتل چې د پوځي او مالي مرستې د پېج منظوري ورکړي. د اېوان ریپبلکن غړو له څو میاشتو راهیسې د دې مرستې منظوري ځنډولې او د بهرنیو مرستو پر ځای یې کورنیو مسئلو ته لومړیتوب ورکړی دی.
د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي خبرداری ورکړی چې که کیف د امریکا پوځي مرستې تر لاسه نه کړي، اوکرایني ځواکونه به "قدم په قدم په وړو ګامونو" پر شا لاړ شي.
د فرانس د بهرنیو چارو وزیر سیجورن د روانې اوونۍ په پیل کې بېجینګ ته تللی وو او له خپل چینایي سیال وانګ یي سره تر کتنې وروسته یې وویل، فرانس تمه لري چې چین په اوکراین کې د ماسکو د اقداماتو په اړه خپل نیژدې ملګري روس ته "څرګند پیغامونه" واستوي.
فرانس او چين په وروستيو کلونو کې تر خپل منځ د دوه اړخیزو اړيکو د ټينګولو په لټه کې دي. د چین ولسمشر شي جینپینګ پلان لري چې په مې میاشت کې فرانس ته سفر وکړي.
وانګ یي په فرورۍ کې په پېرس کې د غونډو په مهال د فران ولسمشر ډېویډ مېکرون ته وویل، بېجینګ یې د هیواد "خپلواک" دریځ ستایلی، خو پېرس هم هڅه کړې له مسکو سره د خپلو نیژدې اړیکو له کبله پر بیجینګ فشار واچوي. د چین او روس اړیکې پر اوکراین له یرغل وروسته ټینګې شوې دي.
د امریکې او فرانس چارواکو ویلي دوی له یو بل سره نیژدې کار کوي چې له شمالي کوریا او چین څخه روس ته د وسلو او نورو موادو د لېږدېدو مخه ونیسي ځکه چې وایي دا وسله او مواد کولای شي د ماسکو دفاعي صنعتي بنیاد لا پیاوړی کړي.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې ایف پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.
Forum