لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نيټو سېکټری جنرل پاکستان نه د ترهگرو خوندي ځایونو ختمولو غوښتنه کړی


د نيټو سېکټری جنرل پاکستان نه د ترهگرو خوندي ځایونو ختمولو غوښتنه کړی
د نيټو سېکټری جنرل پاکستان نه د ترهگرو خوندي ځایونو ختمولو غوښتنه کړی

د نيټو سېکټری جنرل انډرس فوغ راسموسن د جمعې په ورځ په خپل یو بیان کې په پاکستان زور ورکړی چې د هغو ترهگرو پرضد دې خپل عملیات نور تند کړي په کومو چې تور لگول کېږي چې د افغانستان سره نزدې د پاکستان په سرحدي سیمو کې په خوندي ځایونو کې پټ دي. د امریکا لخوا په پاکستان د جنگیالو پرضد گامونه اخستو لپاره د زیاتیدونکي فشار وروسته د نېټو سېکټري جنرل په پاکستان غږ کړې چې افغانستان کې د ثبات راوستو لپاره جدي عملیات وکړي.
ښاغلې راسموسن د یورپ د پالېسۍ د څېړنو یو مرکز یا تهنک ټېنک ته په خپله وینا کې زیاته کړه چې د پاکستان پوځ او حکومت نه غوښتنه کوي چې د تندلاریتوب او ترهگرۍ پرضد جگړه کې خپل پوره وس چار استعمال کړي.
د زیاته کړه چې د ترهگرو محفوظ ځائیونه افغانستان کې د دوي ځواکونو لپاره یوه ستونزه ده او دا یوه حقیقت دی چې دا ځایونه پاکستان کې دي.
نوموړي وویل دوي به دغه ځایونو ختموي او دغه ځایونو ختمول د دواړو په گډ مفاد کې دي. تېره اونۍ د امریکا د گډو ځواکونو تلونکي مشر ایډمرل مائیک مولن د پاکستان په استخباراتی ادارې ائي ایس ائي تور لگولی ؤ چې حقاني جنگیالي ډلی سره تماسونه لري ، هم دغه تندرویه ډله امریکا په کابل کې په امریکایي سفارت خانه د برید ذمه واره گرځوي.
د مائیک مولن ددغه بیان وروسته د امریکا او پاکستان اړیکي د تاوتریخوالي ښکار شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG