وزيراعظم نوازشريف وئيلي ، د ترهگرو په ضد يو ضرب په قبائيلي سيمو کې روان دی ، او د تُندلارو په ضد به دويم ضرب عضب په ښارونو او کليو کې کولی شي .
د نوازشريف په مشرۍ د ترهگرۍ د مخنيوي متعلق د اعلي کچې يوه غونډه په پلازمينه اسلام اباد کې ترسره شوې ، او نوموړي وئيلي ترهگري او انتهاپسندي د ملک دپاره د کېنسر مرض دی ، او د دغې مرض د خاتمې او د ترهگرو او د هغو ملگرو ترمينځ به هيڅ فرق نه شي ساتلی .
وزيراعظم وئيلي د ترهگرو په ضد به فېصله کن جنگ کولی شي ، او د ترهگرۍ په ضد يو جنگ په قبائيلي علاقو کې روان دی او بل په ښارونو او کليو کې د پټو شوؤ ترهگرو په ضد کولی شي .
نوازشريف وئيلي ، پېښور او کوئټه کې ترهگري کوؤنکي به هم معاف نه کړی شي ، او د هغويي په ضد به سخت عمليات کولی شي .
غونډه کې د کورونو چارو مرکزي وزير چودهري نثارعلي خان ، د سېفران وزير عبدالقادر بلوچ ، د خزانې وزير اسحاق ډار او نورو لوړ پوړو چارواکو گډون کړی دی .
له دې وړاندې نوازشريف د ترهگرۍ د کېسونو زر تر زره چلولو هدايات ورکړي ؤ، او د سرکاري ميډيا ترمخه د وزيراعظم وياند وئيلي ، چې نوي هدايات اټارني جنرل او قانوني ټيم ته استول شوي دي .
وزيراعظم وئيلي چې د مرگ د سزا په ضد د لگول شوې کمې مودې د بندېز پورته کولو دپاره دې قانوني گامونه پورته کړی شي او زر تر زره دې پرې کار وکړی شي .
د وزيراعظم د وياند ترمخه حکومت د ملک نه د ترهگرۍ د خاتمې دپاره حوصله لوړه ده ، او وزيراعظم وئيلي چې د بې گناه ، ماشومانو او ځوانانو په وژنو کې ککړو عناصرو باندې هيڅ رحم نه دی پکار .