د فلسطین د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNRWA) د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې د جګړې له امله ځپل شوې غزې کې تقریباً یو میلین بې ځایه شوي فلسطینیان په ساړه ژمي او باران کې له سخت خطر سره مخ دي.
یادې ادارې پخپل یو بیان کې ویلي "په غزه کې بې ځایه شوي خلک د باران او یخ له خطرونو څخه ساتنې ته اړتیا لري. یوازې ۲۳٪ دغه اړتیا پوره شوې ده اؤ ۹۴۵,۰۰۰ کسان د ژمي له ګواښونو سره مخ دي".
د ترکیې د انادولو خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د ملګرو ملتونو اداره زیاتوي چې د بحران د ژورتیا له امله بېړنۍ مرستې اړینې دي ترڅو د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اقدامات وشي.
په بیان کې ویل شوي چې د دیر البلاح په ښار او د غزې په نورو سیمو کې فلسطیني ملکي وګړي د خپلو ویجاړو شویو کورونو د کنډوالو څخه پاتې شوني شیان لټوي، په داسې حال کې چې د اسراییلي پوځ بمبارۍ دوام لري.
اداره وایي"په بریدونو کې د ملکي کسانو مرګژوبله زیاتېږي، او کورونه او د ژوند نور اساسونه ورانیږي"
UNRWA ویلي چې د دې جګړې بشري لګښت د زغملو وړ نه دی او د ژر تر ژره اوربند غوښتنه یې کړې ده ترڅو د نورو مصیبتونو مخه ونیول شي.
د حماس وسلوالو د اکتوبر په اوومه پر اسرایل باندې په خپل ترهګر برید کې 1,200 کسان وژلي او شاوخوا 250 یې یرغمل کړي وؤ چې په هغوی کې شاوخوا 100 تنه لا هم د حماس په ولکه کې دي.
په غزه پټۍ کې د اسرایل په ځوابي برید کې تر شاوخوا 44,500 فلسطینیان وژل شوي دي، د دې سیمې د روغتیا وزارت وایي په وژل شویو کې زیات ملکي وګړي دي خو د جنګیالیو او ملکي وګړو جلا شمېر یې نه دی څرګند کړی.
تېره میاشت، د نړیوال جنایي محکمې (ICC) د اسرایلي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دفاع د پخواني وزیر یوآف ګیلنټ د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو په تور د نیولو حکمونه صادر کړي وؤ.
اسرایل همدارنګه د غزې په جګړه کې د نسلوژنې د تورونو پسر د نړیوالې محکمې (ICJ) سره مخامخ دی.
Forum