لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نیتن یاهو کابینې په اسرایل کې د الجزیره دفترونو تړلو په حق کې رایې ورکړې


Aljazeera
Aljazeera

د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو د اتوار/ یکشنبې په ورځ ویلي، د هغه حکومت په ګډه توګه په اسرایل کې د الجزیره خبري ادارې د دفترونو تړلو په حق کې رایې ورکړې ده.‌ الجزیره د قطر ملکیتي خبري اداره ده.

د اسرایل وزیراعظم د دغه خبرې اعلان په اېکس/ پخواني ټوېټر ورکړی خو دا معلومات یې نه شریک کړي چې دغه ګام به د کله نه عملي کیږي، دا به مستقل وي که عارضي او د دې بندیز به په الجزیره څه اثر وي.

په دوحه کې د یادې خبري ادارې د مرکزي دفتر نه تر اوسه پورې په دغې اړه څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

د الجزیره عربۍ څانګې یو خبریال بیا ویلي چې دغه ګام سره به په اسرایل او شرقي یروشلم کې د الجزیره په خپرونو اثر پریوځي، د چرته نه چې یاد چینل د اکتوبر د ۷مې نیټې د برید راپه دیخوا غزه کې پېل شوې جګړې په اړه نیغ په نیغه خبرونه خپروي.

دغه خبریال زیاته کړې چې د اسرایل دغه ګام به په فلسطیني برخه کې د الجزیره په خپرونو کوم اثر نه پرېباسي.

د اسرایلي میډیا تر مخه د وزیراعظم د کابینې لخوا د منظورۍ وروسته اسرایل د هیواد دننه د الجزیره چینل خپرونې د ۴۵ ورځو پورې تړلی شي. د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو په اېکس/ پخواني ټوېټر لیکلي: ٫٫ زما حکومت په متفقه توګه پرېکړه وکړه: د هڅونې چینل الجزیره به په اسرایلو کې وتړي.٬٬

الجزیره دا تور په کلکه ردوي چې دوي خلک د اسرایلو پرضد هڅوي.

د اسرایل دې فیصلې د اوږدې مودې راهڅې د الجزیره سره روانه لانجه نوره هم زیاته کړې. دغې فیصلې د قطر سره په اړیکو کې د تاوتریخوالي زیاتیدو اندېښنې هم سېوا کړي چې الجزیره چېنل ملکیت لري، په داسې حال چې د دوحه حکومت په غزه کې د جنګ بندۍ لپاره روانو هڅو کې مهم رول لري.

اسرایل د ډیر وخت راهسې د الجزیره چینل سره خړې پړې اړیکې لري او یاد چینل په تعصب تورنوي.

په غزه کې پېل شوې جګړې راپه دیخوا الجزیره په شمار هغه نړیوالو چینلو کې شامل دی چې د غزه نه خپرونې کوي، په هسپتالونو او ودانیو باندې د هوايي بمبارۍ وروسته د وینو ډک منظرونه ښايي او په اسرایل د بشر وژنې تورونه لګوي. اسرایل په الجزیره دا تور هم لګوي چې د حماس وسله والې دلې سره همکاري کوي.

د قطر حکومت لخوا چلیدونکي الجزیره چینل چې په دوحه کې مرکزي دفتر لري په دې اړه د څه ویلو خواست ته ځواب نه دی ویلی. د الجزیره انګریزۍ ژبې خپرونې اکثره د نورو خبري ادارو په شان خپرونې کوي، خو د عربۍ ژبې څانګه یې د حماس وسله والې ډلې او د دغه سیمې نورو وسله والو ډلو ویډیو بیانونه خپروي.

په کال ۲۰۰۳م کې په عراق د امریکا د حملې په وخت په الجزیره چینل د امریکا لخوا هم دغه شان سختې نیوکې شوې وې.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې د اسرایل وزیراعظم کابینې لخوا منظور شوې په الجزیره د بندیز امر به د اسرایل لخوا څنګه عملي کیږي.

د دې خبر معلومات د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې نه اخستل شوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG