لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې سږ کال د حج خرڅ یونیم لک روپۍ سېوا شو


د پاکستان مرکزي کابېنې په اسلام اباد کې د کال ۲۰۱۹م لپاره د حج پالیسي اعلان کړې چې تر مخه يې د حج خرڅ یا داخله یو نیم لک روپۍ سېوا کړی شوې.

د نوي پالیسۍ ترمخه سږ کال به د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو خلکو د حج خرڅ ۴۳۶۰۰۰ روپې وي کوم چې د تیر کال په پرتله یو نیم لک روپۍ سېوا دی.

تیرکال د دغه سېمو د خلکو لپاره د حج مصرف ۲۸۰۰۰۰ روپۍ وو.

هم دغه شان د بلوچستان او سند صوبو د خلکو لپاره د حج خرڅ ۴۲۷۰۰۰ ټاکل شوی.

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې د کابېنې په غونډه کې حاجیانو ته د مراعاتو یا سبسډي ورکولو وړاندېز هم رد کړی شوی.

د غونډې وروسته میډیا ته د خبرو په مهال د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد حسین چودهري ویلي سږ کال به د حج لپاره د بلوچستان سرښار کوټه نه نیغ په نیغه جهازونه یا الوتکې هم ځي.

مرکزي وزیر زیاته کړې سږ کال به د پاکستان نه ۱۸۴۲۱۰ پاکستانیان حج ته تلی شي چې پکې به۱۱۰۵۲۶ کسان په سرکاري سکیم یا کوټه کوټه او ۷۳۶۸۴ کسان به په شخصي سکیمونو یا کوټه د حج داخلی کولی شي.

نوې پالیسي وايي هغه کس به هم د حج لپاره په شخصي کوټه (سکیم) کې د درخواست ورکولو اجازه ونه لري، چې په تېرو دریو کلونو کې یې حج کړی وي، او یا يې عمر د ۸۰ کالو نه سېوا وي. خو يواځې هغه کس به له دې بندیزه مستثنی وي، چې د خپلې کورنۍ له ښځو سره د حج فریضه ادا کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG