د حزب الله نوي مشر نعیم قاسم د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په لبنان او د اسرایل په شمال کې به تر هغه وخت پورې جنګ دوامداره ساتي ترڅو چې ورته اسرایل د ډز بندۍ داسې تجویز نه وي وړاندې کړی چې ډلې دپاره يې د قبلولو وړ وي.
قاسم وویل که اسرایل "جارحیت" ودرولو او د حزب الله د شرطونو سره سمون خوري نو ډله به يې ومني. د هغه رېکارډ شوی پېغام د نامعلومه ځای نه په ټېلې وېژن نشر شو.
هغه وویل د ډزبندۍ غوښتنه نه کوي او د نامعلومه مودې پورې به جنګ ته دوام ورکوي.
قاسم یوه ورځ مخکې د حزب الله نوی مشر وټاکل شو چې د حسن نصرالله ځای ونېسي. نصرالله د ډېرې مودې راهسې د حزب الله مشر و. هغه د لبنان سرښار بېروت په مضافاتو کې تېره میاشت د اسرایل په هوايي حمله کې ووژل شو. قاسم د دېرشو کلونو نه د زیات وخت راهسې د نصرالله نایب و.
قاسم په داسې حال کې د ډز بندۍ په اړه خبرې وکړې چې په لبنان او غزه کې جنګ بندۍ دپاره کوښښونه بیا راتازه کړی شوي دي.
د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ، خارجه وزارت، ترجمان مېتیو مېلر په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل د وایټ هاوس چارواکي اېماس هوکسټاین او برېټ مېګرک اسرایل ته روان شوي چې په غزه او لبنان کې د جګړو سفارتي حل ولټوي.
د اسرایل د توانای وزیر اېلي کوهن وویل د حکومت د جنګ کابینې حزب الله سره د ډزبندۍ په شرایطو خبرې اترې شروع کړي دي. هغه یو اسرایلي رېډیو ته وویل په دې خبرو اترو کې به وخت لګي.
د اسرایل چېنل ۱۲ نومې ټېلې وېژن وویل اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د نهې، سه شنبې، په ورځ د لوړ رتبه چارواکو سره د حزب الله نه د اسرایل په مطالبو او په بدل کې د ۶۰ ورځو د ډز بندۍ په اړه خبرې اترې وکړې.
اسرایل غواړي چې حزب الله دې تر ۳۰ کلومېټرو پورې د اسرایلي سرحد نه په شا شي، لبنان دې د اسرایل پولې سره ځواکونه وګماري او اسرایل په ازادي لري چې د خطراتو په ضد پوځي ګامونه پورته کړي.
کوهن وویل په تېرو څو میاشتو کې اسرایلي پوځ په عملیاتو کې کامیابي ترلاسه کړې ده، د حزب الله ټول مشران يې ختم کړي او د حزب الله د ترهګرۍ د ۲۰۰۰ نه په زیاتو بنیادي سهولتونو يې حملې کړي دي.
د اسرایلي مطبوعاتو ترمخه، د منځني ختیځ دپاره د صدر جوبایډن مشیر مېکګرګ او خصوصي استاز هاکسټاین به نېټن یاهو او نورو اسرایلي چارواکو سره حزب الله سره د ډز بندۍ په شرطونو خبرې اترې کوي.
په لبنان کې حزب الله خلاف د اسرایل پوځي عملیات تېره میاشت شروع شوي وو. د لبنان د صحت چارواکو د وېنا ترمخه، ای اېف پي خبرې اداره وايي د سپېټمبر د ۲۳ نېټې راهسې په لبنان کې جنګ دلاسه ۱۷۵۴ کسان وژل شوي دي. اسرایلي پوځ ويلي په ۳۰ نېټه د حزب الله خلاف عملیات د شروع کولو راهسې يې په لبنان کې ۲۷ عسکر وژل شوي دي.
اسرایلي پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د لبنان د مشرقي علاقې بقاع وادۍ په ځینو برخو کې مقامي اوسېدونکو ته سیمې نه د وتلو امر وکړو او د حزب الله خلاف د پوځي اقداماتو خبرداری يې وکړو.
د اسرایل د ډیفېنس فورسز ترجمان (نې) وویل د دورس، بعلباک او د عین بورضای سیمو اوسېدونکي دې د خپلو کورونه پرېږدي.
د مقامي خلکو ته د خپلو سیمو نه د انخلا د اسرایل د احکاماتو وروسته اسرایلي ځواکونه په دغو سیمو کې اکثر هوايي بمباري کوي چې د اسرایلي چارواکو په قول هدف یې د حزب الله وسله وال د اسرایل د سرحد نه په تمبول دي.
اسرایل دغه طریقه په غزه کې هم استعمال کړې چې ملګرو ملتونه او د امدادي ادارو چارواکي پې نیوکې کوي او وايي ملکي کسان اکثر د انخلا دپاره تیار نه وي او د تګ دپاره محفوظ ځای هم نه لري.
بلخوا، د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیوګوټېرېس د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو ته په یو خط کې فلسطيني کډوالو دپاره د ادارې په څانګه د اسرایل په بندېز د تشویش اظهار کړی دی.
د ګوټېرېس ترجمان سټیفان ډوجېرېک د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د ملګرو ملتونو مشر په خط کې د هغو مسلو هم ذکر شوی چې په یو اېن ار ډبلیو ای د اسرایل د بندېز له امله پېدا شوي دي. هغه زیاته کړه چې که چېرې په يو اېن ار ډبلیو ای د اسرایل د پابندۍ قانون نافذ شو نو په مقبوضه علاقو کې به د فلسطینیانو په بشري صورتحال بد اثر وکړي.
د اسرایل پارلېمنټ نوي قانون سازي په یو اېن ار ډبلیو ای پابندي لګوي او اسرایلي چارواکي ورسره د هر ډول رابطې نه منع کوي.
د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په کال ۱۹۴۹ کې یو اېن ار ډبلیو ای قایمه کړې ده.
د دې نه مخکې هم ګوټېرېس په یو اېن ار ډبلیو ای د بندیز په اړه د اسرایل په دوو قوانین تنقید کړی دی.
د ملګرو ملتونو دپاره د اسرایل استازي ډېني ډېنن ویلي یواېن ار ډبلیو ای د حماس مخ جوړ شوی دی او په ګوټېرېس يې الزام ولګولو چې داسې حقیقت نه پام اړوي چې ترديد يې نه شي کېدلی.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د صحت فلسطیني چارواکو وویل د غزه په شمال کې یوه پینځه منزله رهایشي وداني د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې ولګېدله چې په نتیجه کې يې لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل شوو. د غزه په بېت لاهیا کې د ودانۍ لګېدو په پېښه کې ۲۳ نور کسان بې درکه دي. د صحت چارواکو وویل د نهې، سه شنبې، په د اسرایل په بله بمبارۍ کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل شوو.
اسرایل وویل د وړمبۍ بمبارۍ په اړه تحقیقات کوي خو د دویمې بمبارۍ په اړه يې څه نه دي ویلي. اسرایل وویل څلور عسکر يې په جګړه کې ووژل شوو چې ورسره په اپرېشن کې د وژل شویو اسرایلي عسکرو شمېره ۱۶ ته ورسېده.
ملګرو ملتونو د وژل شویو ملکي کسانو په شمېره د تشویش اظهار وکړو او ويې وېل بېت لاهیا ته لاس رسي نه لري.
يه یو اېن ار ډبلیو ای د اسرایل د پابندۍ په اړه د ناروی وزیراعظم د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د متحده قومونو جنرل اسمبلۍ ته به یو قرارداد وړاندې کوي چې په کې به د انټرنېنشل کرېمېنل کورټ نه غوښتنه کوي چې ایا اسرایل خو د نړیوال قانون خلاف ورزي نه کوي؟
د ملګرو ملتونو سېکیورټي کاونسل د اسرایل په قانون سازۍ د تشویش اظهار وکړو او یو اېن ار ډبلیو ای يې په مقبوضه سیمو کې فلسطینیانو دپاره د ژوند کرښه او په غزه کې يې ملګرو ملتونو دپاره د شا د هډوکې په شان کار کوي.
د امریکې استازې د ګوټېرېس نه غوښتنه وکړه چې د دې الزاماتو تحقیقات دې وکړي چې د یو اېن ار ډبلیو ای کارکوونکي حماس سره تړون لري. لېنډا تامس ګرینفيلډ وویل په موجوده وخت کې غزه ته خوراک او نور امداد رسوولو دپاره بل متبادل نه شته نو ځکه د اسرایلي قانون د نفاذ په اړه تشویش لري.
د یو اېن ار ډبلیو ای کمېشنر یا مشر فېلېپ لزاریني د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل اسرایلي قانون سازي خطرناک مثال قایموي.
اسرایل د یو اېن ار ډبلیو ای د عملې په لسګونو غړو حماس سره د تړون او د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې د شرکت الزام لګولی دی. یواېن ار ډبلیو ای وايي د عملې تر ۱۲ پورې غړو خلاف يې پس له دې اقدامات واخیستل چې اسرایل يې د حماس سره د ښکېتیا شواهد ورکړل. خو په لسګونو نورو کېسونو کې یو اېن ار ډبلیو ای وايي اسرایل ناکافي او یا هېڅ شواهد نه دي ورکړي.
په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ کسان وژل شوي دي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو چې ځېني اوس هم د ډلې په ولکه کې دي. د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف په غزه کې جنګ شروع کړي چې د غزه د صحت وزارت وايي په کې د ۴۳۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې يې په زرګونو وسله وال هم وژلي دي.
Forum