لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اورکزو کې د پولیو نوي کېس په خېبرپښتونخوا کې د پولیو د ناروغانو شمېره څلورو ته ورسووله


ډاکتران وايي پاکستان نه د پولیو ختمولو یوازنۍ لار د پینځو کالو نه د کم عمر هر ماشوم ته د پوليو ضد قطري ورکول دي
ډاکتران وايي پاکستان نه د پولیو ختمولو یوازنۍ لار د پینځو کالو نه د کم عمر هر ماشوم ته د پوليو ضد قطري ورکول دي

د خېبر پښتونخوا په اورکزو ضلع کې د پوليو نوی کېس رپورټ شوی چې ورسره په صوبه کې سږ کال د پولیو ښکار ماشومانو شمېره څلورو ته ورسېده. د اورکزو سره په مجموعه توګه په پاکستان کې سږ کال د پولیو شپږ کېسونه رپورټ شوي دي.

د دسمبر په څلیریشمته نيټه په اورکزو کې د نهه میاشتو ماشوم د پوليو رنځ ښکار شو. د دې نه مخکې درې نور ماشومان د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع بنو او دوه د سند صوبې په کراچۍ ښار کې د پولیو ښکار شوي دي.

په پاکستان کې سږ کال د پولیو د ناروغانو مجموعي شميره شپږ ته ورسيدله .

د طب پوهان وايي ماشومان د پوليو مرض نه د محفوظ ساتلو يوازۍ لار د پوليو ضد څاڅکې دي.

د خېبر پښتونخوا په امنيت نظر ساتوونکي خبریالان وايي په صوبه کې د پوليو وايرس مودجودګي یا د نوو کېسونو یو لوی علت د صوبي په سويلي سيمو کې د ترهګرۍ پېښې او په ځینو علاقو کې د امنیت د ناسمو حالاتو له کبله د پوليو ضد مهمونه ځنډېدل دي.

خبریال او څېړونکي محمود جان بابر وي او ای ډیوه ته وویل ترهګرۍ د پوليو د مخنیوي کار نور هم ګران کړی دی او که ترهګري نه کميږي تر هغه وخت پوري د پوليو د کمېدو امکان نشته. د بابر په نظر هغه خلک چې د پولیو د کوښښونو په ضد ترهګري کوي د هغوی پټېدل اسان دی او معلومول يې داسې دي لکه په بوسو پوسو کې ستن لټول.

ډاکتران وايي پاکستان نه د پولیو ختمولو یوازنۍ لار د پینځو کالو نه د کم عمر هر ماشوم ته د پوليو ضد قطري ورکول دي.

د پوليو د مخنوي ادارې چارواکي وايي سږ کال په پاکستان کې د پوليو وايرس څلور اتيا ماحولياتي نموني مثبتي راغلي دي چې يو لوی ازميښت دی. چارواکي زياتوي د پوليو په رنځ قابو مندلو دپاره به هلې ځلې دوامداره ساتي او کوښښونه کوي هغه والدېن هم راضي کړي خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو نه انکار کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG