د نیوزي لینډ په کرائسټ چرچ ښار کې په دوؤ جوماتونو کې د جمعې د لونمځ په وخت مسلح حمله کونکی په ډزو کې ۴٩ کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي، دنیوزي لینډ وزیراعظم وایي دا بریدونه دیو پلان لاندې شوي دي
د نړیوالې خبري شبکې ای پي دخبر له مخې د سیمه ییز وخت مطابق ماسپښېن په یوه بجه اؤ ۴۰ دقیقو یو وسله وال تن د ډینز ایونیو النور جومات ته ننوتلو اؤ دغلته د جمعې د مانځه دپاره په موجودو وسله والو یې ناتاره ډزې پیل کړې.
د راپور له مخې کله چې دا برید کیدلو نو د بنګله دیش دکرکټ لوبډلې لوبغاړي هم دغه جومات کې د نمونځ کولو دپاره موجود وؤ خو هغوئ ته څه رقم زیان نه دی رسیدلی.
ځائ میډیا وایي چې سیمه کې د یو بل جومات دننه هم ډزې شوي دي چې پکې ګڼ شمیر کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
د ډزو د پېښې سره سم دنیوزي لینډ پولیس النور جومات ته رسیدلي اؤ یو بریدکوونکی یې نیولی دی.
پولیسو څلور نور شکمن کسان هم دپېښو پړاؤ نیولي چې یوه پکې ښځه ده
د نیوزي لینډ پولیسو په ټوئټر د خلکو نه غوښتنه کړې ده چې باید ډینز ایونیو ته د تګ څخه ډډه وکړي.
دنیوزي لینډ وزیراعظم جیسنډا ارډن مطبوعاتو ته دپېښې داحوال ورکولو په وخت پخلی کړی چې د ډزو په دې پېښو ۴۰ کسان وژل شوي اؤ ویلي یې دي چې دا بریدونه دیو پلان لاندې شوي دي.
تر اوسه هیڅ یوې ترهګرې ډلې ددې بریدونو پړه په غاړه نه ده اخستې.
دسیمې دپولیسو مشر یا کمشنر مائیک بش رسنیو ته ویلي چې له پېښې وروسته په ښار کې ټول مکتبونه تړل شوي اؤ پولیس حالات قابو کړي دي .
دبرید کوونکي په هکله ویل شوي چې هغه ۲۸کلن دی اؤ تعلق یې داسټریلیا سره دی خو پولیسو رسنیو ته نور جزئیات نه دي ورکړي.
ویل کیږي برید کوونکي دبرید په مهال دخپلې فیس بک پاڼې نه دبرید لائیو یا نیغ په نیغه ویډیو هم خپروله خو دنیوزي لینډ پولیسو په عاجل ډول دغه ویډیو دهغه له پاڼې ختمه کړې ده.
دموهن ابن ابراهیم په نوم یو عیني شاهد رسنیو ته ویلي کله چې برید کیدلو نو هغه په جومات کې موجود ؤ اؤ برید کوونکی د جومات په وروستۍ درواز جومات ته ننوتلی اؤ تر ډيره وخته یې ډزې کړي دي.
د بنګله دیش دکرکټ لوبغاړي مشفق الرحیم دبرید نه وروسته په ټوئټر لیکلي چې” د کرائسټ چرچ په جومات کې ډزې وشوې خو الحمدالله ، الله مونږ خوندي وساتلو ، مونږ ډیر خوش نصیبه یو ،نه غواړو چې بیا داسې منظره ووینو، مونږ دپاره دعاګانې وکړئ