لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان په دريم ټوئنټي ټوئنټي کې نيوزي لينډ ته ماتې ورکړې ده


پاکستان په دريم ټوئنټي ټوئنټي کې نيوزي لينډ ته ماتې ورکړې ده

په کرائسټ چرچ کې دزيارت په ورځ پاکستان نيوزي لينډ ته په 103 رنز سره ماتې ورکړې او دريم ټوئنټي ټوئنټي يا دشلو اورونو ميچ گټلو سره يې دخپلو ناکاميو لړۍ يو ځل بيا اودرولې وه.
دټاس گټلو نه پس پاکستان دلمړي بيټنگ فيصله وکړه او دغه شان لمړيو لوبغاړو دښۀ بيټنگ په کولو سره په 7ؤ اوورونو کې 80 رنز جوړ کړل.
وروستو راتلونکو لوبغاړو ديادولو وړ لوبه ونۀ کړه خو په وروستيو دريوؤ اوورونو کې عبدالرزاق ښۀ بيټنگ وکړو او دخپل ټيم په پوزيشن مضبوطولو کې يې اهم کرار ادا کړو.
عبدالرزاق په 11ؤ بالونو درې چکې او درې چوکې اووهلې او 34 رنز يې جوړ کړل، چې دغه شان دپاکستان مجموعي سکور 183 ته ورسيدو.
دپاکستان لخوا احمد شهزاد خپله لمړۍ ففټي ووهله او دغه شان هغه تر ټولو زيات سکور جوړ کړل.
دهغه نه علاوه محمد حفيظ 34 او عمر اکمل 30رنز جوړ کړل.
ددې په ځواب کې دنيوزي لينډ دشروع څخه دښۀ بيټنگ څرگندونه ونۀ کړل شوه او څلور لوبغاړي يې بغير درنز جوړولو څخه اوټ شول.
دنيوزي لينډ ټول ټيم په 15.5 اوورز کې يواځې 80 رنز جوړ کړل او دغه شان پاکستان دريم ټي ټوئنټي ميچ په 103 رنز سره وگټلو.
دپاکستان لخوا کپتان شاهد افريدي څلور، عبدالرزاق، درې، تنوير احمد او عبدالرحمان يو ، يو لوبغاړى اوټ کړو.
په دريم ټي ټوئنټي کې دپاکستان په ټيم کې دوه بدلونونه شوي وؤ چې دهغې ترمخه دشعيب اختر او عمر گل پځايې په دغه ميچ کې تنويراحمد او عبدالرحمان په ټيم کې شامل کړل شوي وؤ.
ددريم ټي ټوئنټي بائيللو باوجود نيوزي لينډ له دې وړاندې ددوؤ ميچونو په گټلو سره سيريز په 2-1 سره گټلى دى.

XS
SM
MD
LG