د بنګله دېش یو عدالت د دې هېواد یو اقتصادپوه او د نوبل جایزې ګټونکی ډاکټر محمد یونس د لېبر له قوانینو په سرغړونه تورن کړی او د شپږ میاشتو د بند سزا یې ورته اورولې ده.
د محمد یونس پلویانو دا مقدمه یوه سیاسي مقدمه بللې او خپله یونس هم په ډهاکه کې خبریالانو ته ویلي، "ماته په داسې جرم کې سزا راکړل شوې ده چې ما بېخي کړی هم نه دی".
د عدالت پر دې پرېکړه په ټول بنګله دېش کې خلکو سخت غبرګون ښکاره کړی دی، د مدني ټولنې غړو په دې اړه د حیرانۍ اظهار کړی دی او دا یې سلیکټیو یا انتخاب کړی انصاف بللی دی.
83 کلن یونیس او د هغه ادارې ګرامین بېنک ته په 2006م کال کې د هغوی د دې کار له کبله د نویل جایزه ورکړل شوې چې د بنګله دېش د کلیوالو سیمو خلکو ته یې تر 100 ډالرو کم واړه پورونه ورکړي وو او په میلینونو خلک یې له غربته را ایستلي وو.
د بنګله دېش وزیراعظمې شیخ حسینه پر محمد یونس تور لګولی چې وایي د غریبانو وینې زبېښي، خو د هغه پلویان وایي حکومت ځکه د هغه حیثیت ته تاوان رسوي چې یو ځل یې د حسینه د عوامي لیګ مخالف ګوند جوړولو اراده کړې وه.
محمد یونس او د ګرامین بېنک درې نور کارکوونکي د ګل- دوشنبې په ورځ عدالت د کارګرو د قوانینو په سرغړونه تورن کړي دي، خو عدالت درېواړو ته د هغوی په غوښتنه ضمانت ورکړی دی.
د عدالت پراسیکیوټر یا استغاثه خورشید عالم خان وایي، "عدالت دوی ته ضمانت ورکړ، دوی ته یوه میاشت وخت ورکړل شوی چې د پرېکړې خلاف خپل درخواست [اپیل] جمع کړي".
د یونس له وکیلانو څخه یو خواجه تنویر وایي، دا مقدمه سیاسي انګېزه لري مقصد یې د یونس په نخښه کول او ځورول دي.
پر محمد یونس تور لګېږي چې د ټیلیکام کمپنۍ کارکوونکو ته یې په ګټه کې برخه نه وه ورکړې او له دې سره سره د کارګرو لپاره له قانون سره سم د خیرښېګړې د فنډ په جوړولو کې ناکامه شوی او د 101 کارګرو نوکرۍ یې نه وې پخې کړې.
دا مقدمه په 2021م کال کې جوړه شوې وه خو د یونس په ګډون پر څلورواړو کسانو دا تورونه په رسمي توګه د تېر کال په جون کې لګېدلي وو.
د بشري حقونو ډلو د شیخ حسینه پر حکومت تور لګولی چې وایي خپل سیاسي مخالفین له دې کبله په نخښه کوي، چې غواړي د جنورۍ پر اوومه په څلور ځل د پینځو کلونو لپاره واک تر لاسه کړي.
د تېر کال په اګست میاشت کې د نړۍ تر 170 زیاتو شخصیتونو او د نوبل جایزې ګټونکو په یو خط کې د بنګله دېش له وزیراعظمې غوښتنه کړې وه چې د پروفیسر یونس خلاف مقدمې دې بیرته ختمې کړي.
په دغو شخصیتونو کې د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اباما، د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي مشر بانکي مون او تر 100 زیات نوبل جایزه ګټونکي شامل وو، دوی په خپل خط کې په بنګله دېش کې جمهوریت او بشري حقونو ته د وروستیو خطرونو په اړه اندېښنې ښکاره کړې وې.
یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum