د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشکمنو امريکائي بې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون بريد کې لږ ترلږه څلور تندلاري وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دنهې او شورو په مينځ شپه دډرون څخه دغه بريد دميرانشاه سره نزدې سيمه کې دتندلارو تر استعمال لاندې پر يوه ودانۍ ترسره شوى دى.
دډرون څخه دتندلارو په مرکز دوه ميزائيلونه داغل شويدي.
دسرچينو وينا ده دډرون څخه چې په کومه ودانۍ ميزائيلي بريد ترسره شوې په هغې دميزائيلونو لگيدو وروستو اور ولگيدو او شغلې يې تر لرې لرې پورې وليدل شوې.
په ډاگه دې وي چې په 26 نومبر دافغان پولې ترڅنگ قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې دپاکستاني پوځيانو په سلاله نومې چيک پوسټ دنيټو دفضائي بريد وروستو دپاکستان په کومه قبائيلي سيمه کې دغه لمړى دډرون بريد دى چې خواؤشا د55ؤ ورځو دځنډ وروستو ترسره شوى دى.
دنيټو ددغه بريد له امله دپاکستان او امريکا اړيکې په ظاهره تر زياته حده تاؤژنې شوي.
ددغه بريد ترسره کيدو وروستو پاکستان ددسمبر په مياشت کې دجرمني په بون ښار کې دافغانستان په مستقبل ترسره شوي نړيوال کانفرنس کې نۀ يواځې دا چې گډون ونۀ کړو بلکې امريکا څخه يې په بلوچستان کې شمسي ائيربيس خالي کړو او تر دې مهاله يې په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو لپاره پخپله ځمکنۍ لاره دسامان رسد بند ساتلى دى.
که هر څو دپاکستان پوځي چارواکو دغه پيښه يو ارادي عمل او دوړاندې څخه دجوړ شوي پلان برخه گرځولې خو امريکا په دغه پيښه نۀ يواځې دا چې دخواخوږۍ څرگندونه، پيښه کې دوژل شوؤ کسانو کورنو ته دمعاوضې ورکولو وړانديز، مکملې پلټنې او دبريد په مهال رامينځته شوې غلطۍ منلي.
دمبصرينو په فکر دشورو په ورځ ترسره شوى دډرون دغه بريد به دپاکستان او امريکا اړيکو کې دنور تاؤتريخوالي علت وگرځي.
تيره اوونۍ دامريکا وتلې ورځپاڼې واشنگټن پوسټ پخپل يو رپورټ کې وئيلي وؤ چې دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دامريکائي ډرون بريدونو دځنډ له امله تندلارو ته گټه رسيدلې، دغو تندلارو نۀ يواځې دا چې په پاکستاني پوځيانو خپلو بريدونو سيوا کولو ته پام اړولى بلکې په افغانستان کې ميشتو امريکائي پوځيانو باندې دبريدونو خطره هم سيوا شوې.
امريکائي انتظاميه دريځ لري دډرون بريدونو په ذريعه دالقاعده او ددغه تنظيم سره دتړلو تندرويه ډلو په کمزوري کولو کې مرسته ترلاسه شوې.
خو پاکستان دغه بريدونه دخپلې خپلواکۍ خلاف ورزي گرځوي، اسلام اباد وائي په ډرون بريدونو کې دجنگيالو ترڅنگ داولسي وگړو وژنه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې روانو هڅو ته زيان رسوي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې څلور جنگيالي وژل شوي
1