لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې گرځبندیز و او ځايي خلک وايي د ټېلي فون نظام بند و


ناتایده رپورټونه وايي د پي ټي اېم د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر چې پرون پوځ په خړ کمر کې په ولکه کې اخیستی و، د گل، دوشنبې، په ورځ په بنو کې د ترهگرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړی شو او بیا د اتو ورځو په ریمانډ امنیتي مامورینو ته وسپارل شو
ناتایده رپورټونه وايي د پي ټي اېم د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر چې پرون پوځ په خړ کمر کې په ولکه کې اخیستی و، د گل، دوشنبې، په ورځ په بنو کې د ترهگرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړی شو او بیا د اتو ورځو په ریمانډ امنیتي مامورینو ته وسپارل شو

د خېبر پښتونخوا په شمالې وزيرستان ضلع کې په خړ کمر سیمه کې د پي ټي اېم د جلسې په موقع د تشدد وروسته، د گل، دوشنبې، په ورځ کر فيو یا گربندیز پرځای و او ځايي اوسېدونکو وویل د کورونو باهر نشو وتلی او په سیمه کې د ټيليفون نظام کار نه کولو.

د پاکستان پوځ ویلي په خړکمر کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنگ پلویانو د پوځ په چېک پوسټ حمله وکړه او پوځ ځوابې ډزې وکړې. پي ټي اېم د پوځ دریځ ردوي او وايي پوځ د پي ټي اېم په فعالانو ډزې کړې دي.

د پاکستان د انساني حقونو غیر حکومتي ادارې هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان غوښتنه کړې د پارلېمنټ یوه ډله دې د خړ کمر پېښې تحقیقات وکړي.

پوځ په پېښه کې د دریو کسانو د وژل کېدو او د لږ تر لږه د ١٠ کسانو د زخمي کېدو تصدیق وکړو خو د پي ټي اېم فعالان د زیاتې مرگ ژوبلې دعوه کوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د گل، دوشنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې ویلي د خړکمر چېک پوسټ نه شا او خوا یو نیم کلومیټر لرې په ډزو د وژل شویو پنځو کسانو مړي موندل شوې دي چې شناخت یې نه دی شوی او دا هم نه ده معلومه چې چا او یا ولې وژلي؟

پي ټي اېم د پروني تشدد خلاف په میران شاه کې د احتجاج اعلان کړی او بلخوا ناتایده رپورټونه وايي د پي ټي اېم د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر چې پرون پوځ په خبر کمر کې په ولکه کې اخیستی و، د گل، دوشنبې، په ورځ په بنو کې د ترهگرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړی شو او بیا د اتو ورځو په ریمانډ امنیتي مامورینو ته وسپارل شو.

د پښتون تحفظ مومنټ غړي حنيف پشتين وايس اف امريکا ډيوه ته وويل چې د ګل، دوشنبې، په روځ به په ميران شاه کې د پي ټي اېم مخکښ محسن داوړ په مشرې کې دوی احتجاجي ناسته پېل کوي. هغه وویل دا به نه یوازې احتجاج بلکې د اتوار، یکشنبې، په ورځ په خړ کمر کې د وژل شویو کسانو په یاد کې بخ تعزیتي غونډه هم وي چې پکې به د سيمې يو شمېر خلق ګډون کوي.

که څه هم په دې پېښه کې د زخميانو او مړو کره شمېرې نه دي معلومي خو حنیف پشتين په دې پيښه کې د ۱۴ کسانو د مړه کېدو دعوه لري.

د پې ټي ايم مخکښ مشر محسن داوړ د پېښې په اړه ډيوه ته ويلي وو چې هغه، علې وزير اوډاکټر ګل عالم سره د خپلې قافلې د وزيرستان خړ کمر سيمې ته د اتوار په روځ احتجاج د پاره روان وو او دغه محال د فوجي چيک پوسټ نه پرې ډزې شوې وې او ملګرو ته يي مرګ ژوبله اړول شوې ده.

يادې سيمې ته د عوامې نشنل ګوند وفد د تلو په اړه د ياد سيا سي ګوند مرکزې رهنما ميا افتېخار حسين په ټويټر يو مذ متي بيان کې ويلي دي چې د عوامي نشنل ګوند غړي چې شمالي وزيرستان ته د زخميانو تپوس او هغوي ته د وينې ورکولو د پاره تلل ولې سکيورټي الهکارو په چيک پوسټ نه دې پريخودي.

ياده سيمه کې د انټرنټ، ټيلفون او موبايل فون د سروس د نشوالې او ځايي خلقو ته د خبريالانو د رسد نه کيدو لوجې کره معلومات نشې ترلاسه کېدلې او نه د دې معلاوماتو ازادو سرچينو ته سپينوې شوې دي.

د خړ کمر د پېښې په اړه د خېبر پښتونخوا د اصلاعاتو وزیر شوکت یوسفزۍ وي او ای ډیوه ته وویل حکومت غواړي چې مسلې د مذاکراتو دلارې حل کړی شي. هغه وویل په چېک پوسټ حمله د زغملې وړ نه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG