لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: پوځ وایي عملیاتو کې یې د ټي ټي پي دوه وسله وال وژلي دي

د پاکستان پوځ وایي امنیتي ځواکونو د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي چې پکې دوه وسله وال وژل شوي دي.

د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس پي ار د بیان له مخې دا عملیات تېره ورځ په میر علي کې شوي دي.

پوځ پخپل بیان کې وژل شوي وسله وال د خوارجو په نوم بللي چې هغوي دا اصلاح د تېرې څه مودې راهسې د ټي ټي پي لپاره کاروي خو د وژل شوؤ کسانو نوره پېژندګلو یې نه ده ښکاره کړې.

د پوځ بیان کې دعوه شوې ده چې د وژل شوؤ وسله والو د ولکې نه وسلې، مهمات اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.

تر دې وړاندې په پینځم اکتوبر د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې د پوځ اؤ وسله والو ترمنځ نښته کې د یو پوځي افسر په ګډون شپږ پوځيان اؤ اؤ شپږ وسله وال وژل شوي وؤ.

د غېر دولتي څیړنیزې ادارې [پيکس] د رپورټ ترمخه تېر د ستمبر په میاشت کې پاکستان کې 77 ترهګریزې حملې شوي اؤ په دې کې تر ټولو زياتې 47 حملې خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي، په 77 بريدونو 77 کسان وژل شوي، چې پکې 38 امنيتي اهلکار، 23 ملکي وګړي او 16 جنګيالي شامل دي.

د رپورټ ترمخه، د پاکستان امنيتي ځواکونو 34 مشکوکه جنګيالي وژلي او 16 یې نيولي دي.

پيکس ويلي، خېبرپښتونخوا کې په 47 حملو کې 54 کسان وژل شوي، او قبايلي ضلعې د ترهګرۍ نه تر ټولو اغېزمنې پاتې شوي، په قبايلي ضلعو کې 26 حملو کې 37 کسان وژل شوي دی.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG