لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزیرستان د شوال سیمې تاجران وايي د کلونو راهسې یې د چڼغوزو یا جلغوزو فصل نه دی اخېتسې


د جنوبي وزیرستان سره څېرمه د افغانستان په پکتیا ولایت کې د جلغوزو فصل د راټولو منظر
د جنوبي وزیرستان سره څېرمه د افغانستان په پکتیا ولایت کې د جلغوزو فصل د راټولو منظر

شوال د افغانستان سره په پوله پرته د شمالي وزیرستان د غرونو او زرغونو ځنگلونو سیمه ده چې د چڼغوزي یا جلغوزي قیمتي فصل پکې هم پېدا کیږي خو د سیمې تاجران وايي د تېرو څلورو کلونو راهسې یې د دغه مېوې فصل نه دی اخېستې نو ځکه نه یوازې دوی د مالي تاوان سره مخامخ دي بلکې د چڼغوزو فصل هم ضایع کیږي.

څلور کاله وړاندې د پاکستان پوځ د هېواد په قبایلي شیمو کې وسله والو خلاف د "ضرب عضب" په نوم عملیات پېل کړل. د عملیاتو په مهال د زرگونو په شمېره کې د شمالي وزیرستان خلکو خپل کلي او کورونه پرېښودل چې پکې د شوال اوسیدونکي هم شامل دي.

پاکستاني چارواکي وايي د عملیاتو وروسته شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې د وسله والو پناه ځایونه ختم کړی شوې دي او په سیمه کې یې امنیت پرځای کړی دی.

خو د شوال اوسېدونکي اوس هم خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي، د کډوالۍ ژوند تېروي او هم د دې له امله یې د خپلې سیمې د ځنگلونو نه د چڼغوزو یا جلغوزو فصل نه دی اخېتسی.

د چلڼغوزو یا جلغوزو نه د شوال سیمې د خلکو د گټې اندازه د سیمې د یو اوسیدونکي خوبان گل د خبرو نه کېدی شي.

د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بېټني سره خبرو کې خوبان گل وویل چې د چڼغوزو یا جلغوزو د کاوبار سره د زرگونو په شمېره کې کورنۍ تړلې دي او هره کورنۍ د کال د ١٠ نه تر د ٦٠ لکو پورې گټه ترلاسه کوي.

نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بېټني رپوټ کې اوریدلی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:45 0:00

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG