لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د سږ کال د پولیو څلورم کېس رپورټ شوی


د پولیو د مخنيوي چارواکي وايي په 2022 کې په پاکستان کې ټول څلور د پولیو کېسونه رپورټ او څلور واړه په شمالي وزیرستان کې رپورټ شوي دي
د پولیو د مخنيوي چارواکي وايي په 2022 کې په پاکستان کې ټول څلور د پولیو کېسونه رپورټ او څلور واړه په شمالي وزیرستان کې رپورټ شوي دي

په پاکستان کې پولیو د مخنیوي قومي ادارې ویلي د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې د 13 میاشتو ماشوم د پولیو وایرس وهلی دی چې په سيمه کې د سږکال د پولیو څلورم کېس دی.

د پولیو د مخنيوي چارواکي وايي په 2022 کې په پاکستان کې ټول څلور د پولیو کېسونه رپورټ او څلور واړه په شمالي وزیرستان کې رپورټ شوي دي.

د چارواکو ترمخه په شمالي وزیرستان کې د پولیو ورستۍ پېښه په مير علي يونين کونسل کې رپورټ شوي. دا په میر علي کې د پولیو دویم کېس دی.

د صحت د قامي ادارې رپورټ کې ويلي شوي دي چې د متاثره ماشومانو کورنۍ د پوليو ضد څاڅکو څخه انکاري وو او ماشومانو ته يي د پوليو ضد څاڅکي نه دي ورکړي شوي.

بلخوا د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي ادارې کوارډينټر عبدالباسط وايي د خلکو ناپوهۍ د لاسه ماشومان د پوليو وايرس ښکار کيږي او په جنوبي ضلعو کې پوليو وايرس يو ځل بيا سر راوچتوي۔

عبدالباسط وايي " د خېبرپښتونخوا په شمالي ضلعو په ماحول کې پوليو وايرس مسلسل مثبت رپورټ کيږي۔ دا راون پوليو کمپاين په دې هم مهم دی چې ټول خلک خپل ماشومان ويکسين کړي ځکه چې يواځي د پوليو دوه قطري دي چې خپل ماشومان د دې وايرس او تلعمري معذورتيه څخه يي وژغوري۔ د ټولې نړۍ هغه که مسلمان هيوادونه دي او غير مسلم، هغوي د دې ويکسين د لارې پوليو وايرس خاتمه کړې ده"۔

په شمالي وزيريستان کې د پوليو دا تازه پېښه په داسې مهال رپورټ شوې چې په تول ملک کې د پوليو وايرس په ضد کېمپېن دوام لري. له دي وړاندي په اپريل او بيا مې کې د پوليو مثبت کيسونو راتلو روسته په شمالي وزيريستان کې دوه خصوصي کمپاينونه چلولی شوي دي۔

له دي وړاندي د پوليو د مخنيوي ادارې ويلي وو چې د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د پوليو کمپاين په وخت ماشومانو ته پوليو ضد څاڅڅکي نه وو ورکړی شوي او هغوي ته دروغو ګتې په نخښه شوې وې۔

د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې د ټاسک فورس په غنډه کې په دې حقله خصوصي بحث شوې وو۔ نوموړي د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو خصوصي توجه ورکولو زور راوړی وو۔

له دې روسته د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي بيړني مرکز مشرانو په شمالي وزيريستان کې کامياب پوليو مهم چلولو د پاره ځايي مشرانو جرګه رابللي وه چې په روان کمپاين کې په ګډه هڅي وکړي۔

عبدالباسط وايي " پښتانه د جرګو معرکو خلک دي۔ زمونږ په سېمه کې چې کله هم ستونزي جوړې شي نو د جرګو د لارې يي هواروو۔ مونږ په پخپله شمالي وزيريستان ته تلي وو او هغه ځايي مشرانو ته مو جولې غوړولي دي۔ اميد لرو چې مونږ سره به رورولي کوي او کمپاين په وخت به مرسته اوکړي۔ دا پوليو قطرې د هغوي خپلو ماشومانو د پاره فايده مند دي۔ مونږ خؤشبينه يو چې دا کمپاين به کامياب وي او ټول ماشومان به ويکسين کيږې"۔

په ټول هيواد کې د پيل شوي پوليو کمپاين نن څلورمه ورځ ده۔ په خېبرپښتونخوا کې د روان پوليو مهم د پاره7.2 ملينه ماشومان د څاڅکو هدف دي۔

د پوليو د مخنيوي ادارې رپورټ ترمخه پاکستان په کچه 11 ضلعې د پوليو وايرس د پاره ډېرې خطرناکې دي۔ په دغو ضلعو کې درې بلوجستان، دوه خېبرپښتونخوا او شپږ سند څخه دي۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG