لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان کې دپولیو بله پېښه مخې ته راغلې ده


افغانستان سره لګیدلې دخیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې دپولیو دناروغۍ یوه بله پېښه مخې ته راغلې ده چې ورسره سږکال پاکستان کې دپولیو د پېښو شمیره ۱۱ؤ‌ ته رسېدلې ده اؤ دا ټولې پېښې هم دشمالي وزیرستان نه مخکې ته راغلې دي.

دجمعې په ورځ دپاکستان د روغتیا وزارت ویاند دپولیو د رامنځته شوې نوې پېښې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې دشمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د اتوؤ میاشتو یو ماشوم ته دپولیو وایرس ورپورې شوي دي.

ویاند ویلي سږکال دپولیو ټولې پېښې دشمالي وزیرستان څخه مخې ته راغلې دي اؤ په دې کې بیا یوازې دمیرعلي څخه دپولیو اته پېښې ریکارډ شوي دي.

تر دې وړاندې د روانې میاشتې په شپارسمه نیټه د شمالي وزیرستان د صحت ضلعي مشر ډاکټر شمس الرحمان وي او اې ډیو ته د پوليو دوه پېښې تاييد کړې وې او ویلي یې وؤ، دا پېښې د ميرعلي او دوسلي په سيمو کې مخې ته راغلي دي.

هغه ويلي وؤ په شمالي وزیرستان کې خلک اوس هم ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه ډډه کوي، ځکه ماشومان د پوليو ښکار کيږي.

دپولیو دتازه پېښې نه وروسته دپاکستان د روغتیا وزیر عبدالقادر پټيل پخپل یو بیان کې ویلي دی چې دپولیو رنځ دنوغي ویستلو لپاره ګرد هیواد نه همکارۍ ته اړتیا لیدل کیږي اؤ باید والدین خپلو اولادونو ته دپولیو دمخنیوي څاڅکي ارو مرو ورکړي.

د شمالي وزیرستان د روغتیا محکمې ضلعي مشر ډاکټر شمس الرحمان وایي د دوی ټيمونه کور په کور ګرځي ترڅو ماشومانو ته دپولیو دمخنیوي څاڅکي ورکړي خو خلک ترې ماشومان پټوي.

دهغه په وینا دوئ هڅه کوي چې د جرګو د لارې دا خلک قانع کړي چې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي او ماشومان د تلعمري معذوره کیدو نه بچ شي.

دپولیو مضره ناروغي دټولې نړۍ نه ختمه شوې ده خو دا مهال دا ناروغي یوازې په پاکستان اؤ افغانستان کې پاتې ده.

پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو یوولس او تېر کال یوه پېښه مخې ته راغلې وه،

په 2020 کې په پاکستان د پوليو 84 پېښې رپورټ شوې وې.

XS
SM
MD
LG