لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوښار : ځانمرگي بريد کې د درې پوليس عسکر ژوبل شوي


نوښار : ځانمرگي بريد کې د درې پوليس عسکر ژوبل شوي
نوښار : ځانمرگي بريد کې د درې پوليس عسکر ژوبل شوي

د پاکستان د خيبرپښتونخوا صوبې په نوښار سيمه کې دزيارت په ورځ ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې درې پوليس عسکر ژوبل شوي دي.
دغه ځانمرگى بريد دنوښار په اکوړه خټک سيمه کې رامينځته شوى.
د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسېن ډیوه ریډیو ته ویلی چې پولېسو ته معلومات ترلاسه شوي وؤ چې یو ځانمرگی برید کونکې تن دغه سېمه کې موجود دې او پولېس د دغه تن نیولو لپاره تالاشي کوله.
نوموړي وویل چې ځانمرگي هاغه وخت پخپل ځان پسي تړلي چاؤديدونکي مواد وچولو کله چې په چيک پوسټ د تالاشي لپاره گاډې نه کوز کړې شو.
رپورټونو ترمخه امنيتي ځواکونو ددغه بريد نه وروستو ځوابي کارروايۍ هم ترسره کړې چې پکې د جنت گل په نوم دتندلارو يو کمانډر وژل شوى او دوه نور ژوندي نيول شوي.
د نيول شوؤ تندلارو څخه يو ځانمرگي جيکټ هم ترلاسه شوى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG