لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په 2021 کې عرب هېوادونو ته د روزګار دپاره تلوونکو پاکستانيانو شمېره نوره سېوا شوې


تېر کال په 2021 کې د پاکستان نه عرب هېوادونو ته په مزدورو پسې د تلونکو شمېره د 60000 نه زياته شوې ده، په 2020 کې 224750 کسان او په 2021 کې 286648 کسان سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، قطر، بحرېن او عمان ته تللي دي.

دا پاکستان بیورو اف امیګریشن رپوټ ترمخه تر ټولو زیات پاکستانیان سعودي عرب ته تللي بیا عمان، قطر ،متحده عرب امارات او بحرېن ته تللي دي.

تیر کال سعودي عرب ته 155771، عمان ته 38349 ، قطر ته 37985،عربي اماراتو ته 27442 پاکستانیان د ښه روزګار په تکل کې تللي او بحرېن ته 12977 کسان تللي دي.

عامر خان چې د مردان سره تعلق لري او عرب اماراتو ته دا روزګار په تکل کې تللی، وي او اې ډیوه ته وايي چې پاکستان کې یې د ډاکټرۍ د نرسنګ کورس کړی څو کاله يې په يو شخصي روغتون کې کار کړی خو 19000 روپۍ تنخا به ورته ترلاسه کېده، او ګوزاره به يې پرې نه کېده، ځکه هغه دوبۍ ته لاړو.

او د سوات سره تعلق لرونکی بلال خان وي او اې ډيوه ته وویل چې د ماسټرۍ ډګري يې ترلاسه کړې څو کاله يې داسې بې روزګاره تېر کړه ځکه چې د هغه په وېنا په پاکستان کې بې د سفارش يا رشوت نه نوکريانې نه مېلاويږي.

هغه وويل په ملک کې يې د روزګار ترلاسه کولو ډېر کوشش کړی خو چې په کارنه شو، سعودي عرب ته تللی او اوس هلته ګاډی چلوي.

يو بل تن اسد خان وايي اېم بي اې يې کړی خو لکه د نورو په شان هغه هم د نوکرۍ نه ترلاسه کېدو له امله بيا سعودي عرب ته تللی او اوس هلته 5000 رياله تنخا اخلي، او د کور ګوزاره يې پرې روانه ده.

په مزدورو پسې بهر هېوادونو ته تللي کسان وايي په تېر حکومت کې عمران خان دعوې کړې چې د يو کروړ پورې کسان به په نوکرو کوي خو دوی وايي دغه تشې وعدې او اعلانونه نه وو، نه سرکاري او نه په شخصي سېکټر کې د روزګار کومې ښې موقعې برابرې کړی شوې وې.

متحده عرب اماراتو ته تیر کال په 2021 کې د پاکستانيانو په ورتګ کې کمی راغلی او 27442 کسان یو اې اي ته تللي له دغې وړاندې په 2020 کې 53676 کسان متحده عرب اماراتو ته تللي وو.

د متحده عرب اماراتو په ځای نورو عربي هېوادونو ته د تلونکو شمېره ولې سېوا شوې، وي او اې ډيوه ته په دوبۍ کې يوکنسلټنټ يا د کار روزګار ویزې خرڅوونکی عمر عبدالله وايي، چې په عرب اماراتو کې اوس بغېر هنر لرونکو ته کار نه میلاویزي او او زیاتې ویزې کمپنۍ خرڅوي.

هغه وويل، د کمپنو کارونه ګران وي او تنخا يې هم کمه وي. عمر زیاتوي چې په عرب اماراتو کې ازاد کار اوس څوک نشي کولی ځکه چې اجازه نشته او که اجازه څوک اخلي نو خرچه يې سېوا ده، بل دلته د نورو هېوادونو په مقابله کې د ګاډي چلولو لايسنس اخستل هم ګران شوي پېسې پرې زياتې راځي، ځکه خلک زیات نورو هېوادونو ته د تلو هڅه کوي.

متحده عرب اماراتو کې مېشت پاکستانیانو هېواد ته په تیر مالي کال کې 28۔4 اربه ډالره سرمایه لېږلې کومه چې مخکې مالي کال کې 52۔4 اربه ډالره وه.

  • 16x9 Image

    عرفان بهادر

    عرفان بهادر د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د وي او اې ډیوه رېډیو د خبریال په توګه کار کوي. هغه هلته د پاکستان او افغانستان د مېشتو مسافرو د ستونځو او د عربي اماراتو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG