لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزيرستان کډوال: د زیاتې ګرانۍ له امله حکومتي مرستې مو د خوراک خرچه نه پوره کوي


په خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د انتظام حکومتي ادارې (پي ډي اېم اې) د شمالي وزیرستان او خېبر ضلعو نه بې کوره شویو کډوالو د مرستو دپاره 31 کروړه او 60 لکه (316ملین روپۍ جاري کړي خو کډوال وايي په ملک کې ګراني سېوا شوې او په دې کډوالۍ کې دا مرستې اوس د دوی خرڅ خوراک نه پوره کوي.

پي ډي اېم اې په خبر پاڼه کې ويلي دا د شمالي وزیرستان او خېبر قبایلي ضلعو نه بې کوره شوو کورنیو د مياشتې دپاره جاري کړی شوې پېسې دي چې د پي ډي اېم اې سره د شمالي وزيرستان هغه بې کوره کورنۍ چې رجسټرډ دي هغو ته به دا د12000 روپۍ د خرڅ او 8000 روپۍ د خوراک او د خېبر قبایلي ضلعې 1000 کډوالو کورنیو ته ته یوازې 8000 روپې د خوراک د کورنۍ په حساب د وړاندې په څېر د موبايل سيم د لارې ورځ دوو کې ترلاسه شي.

د پي ډي اېم اې ترمخه د ګوزاره الاونس په نوم د دغو پېسو ورکولو دا 94م قسط دی.

بيان کې ویل شوي په راتلونكو دوه ورځو كښې د افغانستان نه راستانه شوو کډوالو د پاره هم امدادي مرستو پېسې جاري كړل شي چې دې سره به د هغوي مالي مشکلات تر يو حده راټیټ شي.

خو د شمالي وزیرستان نه په کال 2014م کې د ضرب عضب عملياتو څخه بې کوره شوي کډوال وایي د دوی سره کېدونکې مالي مرستې اوس په دې کډوالې کې د دوی خرڅ خوراک او نور ضرورتونه نه پوره کوي او دا مرستې دې سېوا کړی شي.

په بنو کې د کرایې په کور کې مېشت یو کډوال نور محمد وایي په دې مرستو خو د کور کرایه نه پوره کیږي.

هغه وویل په 2014م کې چې بې کوره شوي وو دا کور یې په 6000 کرایه نیولی وو خو اوس ترې 12000 روپې کرایه اخستل کیږي

هغه وویل کار روز ګار نه لري د ورځې په سر مزدوري کوي او په دې د کور معاش برابر وي.

یو بل کډوال قیوم وایي ګراني زیاته سېوا شوې په دې مرستو خو د کور معاش نه برابریږي.

هغه وویل د کډوالۍ ژوند سخت ستړي کړي ماشومان یې بې تعلیم کیږي کار روزګار یې خراب شوی او د سختو مشکلاتو سره مخ دي.

هغه وویل دوی دې خپلو سیمو ته ستانه کولو سره په علاقه کې د دوی وران کړی شوي کورنو مرستې ورکولو انتظام وکړل شي. چې بیرته خپلې علاقې او کورونه اباد کړي.

د پي ډي اېم اې وياند احسان داوړ وايي دا هغه پېسې دي چې هره میاشت رجسټرډ کډوالو کورنیو ته د خرڅ خوراک د پاره ورکړل کیږي.

هغه وویل دا خبره سمه ده چې ګراني سیوا شوې خو دا د ګوزاره په نوم الاونس دی چې په دې کډوالۍ کې د دوی مشکلات راټیټ کړي.

د کډوالو د بيرته ستنولو په اړه هغه وويل د ضرب عضب عملیاتو پرمهال 87000 کورنۍ رجسټر کړی شوې وې چې اوس پکې يواځې 15000 کورنۍ پاتې دي نور کډوال بيرته لېږل شوي دي.

او چې کله حکومت او پوځ دوی ته په علاقه کې د امنيت او بيرته د تلو اجازه ورکړي، دغه کورنۍ به خپلو علاقو ته ستانې کړي.

دغه کډوال زیاتره د افغانستان پولې سره جوختې علاقې دته خېل او شوال تحصیلونو سره تړاو لري او چارواکي وایي دغه سیمې لا پوره نه دي پاکې کړی شوي او هلته کليرنس يا د پاکوالي عمليات روان دي.

د پي ډي اېم اې په وېنا چې ترڅو دوی بې کوره وي دوی ته به هره میاشت دا مرستې ورکړل کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG