لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزیرستان بې کوره شوي اقلېتونه مرستو ته اړتیا لري


Minorities moved from waziristan
Minorities moved from waziristan

مدثر شاه-

د پاکستان قباېلي سېمو کې د قدرتي افتونو په وخت د امداد ادارې اېف ـ ډي ـ اېم – اې د تازه شمېرو تر مخه د شمالي وزیرستان نه د روانو پوځي عملیاتو له وجې نژدی پینځه لکه کسان بې کوره شويدي. د وزیرستان بې کوره شوي خلک د خیبر پښتونخوا به بنو ضلع کې د حکومت لخوا جوړ شوي کېمپونو کې ژوند کوي او زیات تره پکې بیا د خپلو خپلوانو یا د کرایه په کورونو کې ژوند کوي.

د دغې عملیاتو له وجې د وزیرستان نه د نورو مذهبونو یا اقلېتونو خلک هم په کډه بنو ته راغلي چا چې به په وزیرستان کې ژوند کوو. د بنو په یو سکول کې مېشت دغه اقلېتونه ګیله مند دي د دوي لا تر اوسه نوم لېکنه یا رجسټرېشن نه دی شوی.

د ډیوه ریډیو سره د خبرو په وخت د شمالي وزیرستان نه په کډه راغلي د عېساېي او هندو مذهب سره تعلق لرونکو کسانو وېلي د اقلېتونو سره لا تر دی دمه د حکومت لخوا مرستې نه دي شوي. او دوي په بنو کې په یو سکول کې پاتې کېږي.او د دغه سکول انتظام بیا یو چرچ چلوي.

د شمالي وزیرستان د اقلیتونو د اتحادېې یا اېسو سي اېشن مشرډاکټرخالد اقبال په بنو کې د چرچ آف پاکستان د انتظام لاندې چلیدونکې سکول کې ډیوه ریډیو ته واېي په وزیرستان کې نژدی ۲۰۰ عېساېي کورنېو ژوند کوو او د تازه عملیاتو له وجې ۱۷۰ په بنو کې په یو سکول کې ژوند کوي.

د هندو اقلېت سره تعلق لرونکې یو بل تن زاهد ډیوه ریډیو ته بیا واېي په شمالي وزیرستان کې نژدی ۲۰ هندو کورنۍ ژوند کوي او پدغو کې اته کورنۍ دا وخت بنو ته رارسېدلي دي. خو د دوي هم تر اوسه نه رجسټریشن شوی او نه ورته کارډونه ورکړې شوي.

د بنو په دغه سکول کې د هندو اقلیت سره تعلق لرونکې ۷۰ کلن بیا ډیوه ریډیو ته واېی خپل ټول عمر ېي په وزیرستان کې تیر کړی او هلته به ېي سرکاري نوکري کوله او یو وړوکې کاروبار ېي هم کوو. خو د عملیاتو وروستو ېي دغه هر څه پریښودي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG