لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسامه سره اړيکې ، امريکا دائي ايس ائي دځينو چارواکو نومونه غوښتي


اسامه سره اړيکې ، امريکا دائي ايس ائي دځينو چارواکو نومونه غوښتي
اسامه سره اړيکې ، امريکا دائي ايس ائي دځينو چارواکو نومونه غوښتي

امريکا په پاکستان کې داسامه بن لادن دموجوديت په حقله ددغه هيواد څخه دسپيناوي غوښتو په ترڅ کې دپاکستان دځينو استخباراتي چارواکو نومونه غوښتي دي خو دپاکستان پوځ امريکا ته ددغو نومونو ورکولو څخه انکار کړى دى.
دامريکائي ورځپاڼې نيويارک ټائمز له مخې امريکا په دې خبره دځان پوهه کولو هڅه کوي چې دپاکستان داستخباراتي شبکې ائي ايس ائي ځينې چارواکو داسامه بن لادن يا دهغه دکوم استازي سره اړيکې لرلې که نه؟
امريکائي چارواکو او استخباراتو کې دا شک وده مومي چې دپاکستان په استخباراتي شبکه کې داسې څوک شته چې هغوي داسامه بن لادن دکور په لړ کې خبر وؤ او هغوي اسامه ته تحفظ ورکولو.
ورځپاڼه ليکي تيرو ورځو کې په پاکستان کې دامريکائي استازي او پاکستاني چارواکو ترمينځ په دغه حقله گرمې خبرې هم شوي دي.
ورځپاڼه ليکي داوباما انتظاميې چارواکو دپاکستان دحکومت په ضد تورونه لگول بند کړي دي ، خو دپاکستاني پوځ له لوري دائي ايس ائي دچارواکو دنومونو ورکولو څخه په معذرت داوباما انتظاميې چارواکي ناقراره دي.
داوباما انتظاميې يو لوړپودي چارواکي ورځپاڼې ته وئيلي دي په دې خبره په بشپړ ډول يقين کول گران دي چې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل اشفاق پرويز کياني او دائي ايس ائي مشر احمدشجاع پاشا په پاکستان کې داسامه دموجوديت په حقله خبر وؤ.
خو دا خبره به دحيرانۍ وړ نۀ وي چې دائي ايس ائي دمشر کوم نزدې تن داسامه په حقله معلومات لرل؟
دورځپاڼې له مخې يو لوړپوړي چارواکي په شخصي توگه دا خبره منلې ده کۀ چرې دا معلومه شوه چې داسامه دکور په حقله په تيرو وختونو کې يا دپاکستان موجوده استخباراتو ته معلومات وؤ نو ددواړو هيوادونو ترمينځه به اړيکې زياتې نازکې شي.
اخبار وائي دسي ائي اى يو پخواني مشرارټ کيلر چې داسامه دلټون کار يې هم کړى دى وائي اسامه چې په ايبټ اباد کې کوم ځايې استوگنه اختيار کړې وه دهغې له امله يو شمير مهمې پوښتنې راپورته شوي دي.
دهغه په وينا اسامه سره څو لارې وې او هغه تر هاغه وخته ايبټ اباد کې نۀ شو اوسيدلى ترڅو چې ورته پوځي يا استخباراتي چارواکو دساتنې باور نۀ ؤ ورکړى.
ورځپاڼه ليکي دايف بي ائي او سي ائي اى چارواکي داسامه بن لادن دکور څخه دترلاسه شوؤ موادو په پلټنو بوخت دي او په دغو موادو کې زياتره کاغذونه په عربۍ ژبه ليکل شوي دي ، چې دهغې دپاره دژباړن مرسته اخستل کيږي.
په ټوله امريکا کې دسوونو په شمير څيړونکي او ټکنيکي پوهان شپه ورځ ددغو معلوماتو جاج اخلي.
يو امريکائي مامور وائي په لمړي سر کې ددې معلومولو هڅې کيږي چې ايا امريکا يا دهغې کوم ائتلافي هيواد ته دترهه گرۍ گواښ خو نۀ دى پيښ؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG