لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوبامه وئیلې پاکستان او هند دې د امن لپاره کار ووکړې

اوبامه وئیلې پاکستان او هند دې د امن لپاره کار ووکړې
اوبامه وئیلې پاکستان او هند دې د امن لپاره کار ووکړې

د امریکې صدر باراک اوبامه چې دا مهال د هند په سفر دی، په پاکستان او هند يي غږ کړی دی چې د امن د پاره دې کوشیشونه تند کړې.

د اتوار په ورځ د هند ممبۍ ښار کې د طالب علمانو یوې غونډ ته وینا کې باراک اوبامه وویل امریکا به د یو مشترک ملگري په حیث د امن په لورې سفر کې د پاکستان او هند مرسته کوي. خو هغه زیاته کړه چې امریکا په دواړو گاونډې هیوادونو امن نشې تپلی.

په سیمه کې د ترهگۍ په حقله خبرو کې، براک اوبامه وویل د ترهگرۍ خلاف د پاکستان په کامیابۍ کې هند هم گټه ده. هغه وویل په داسې وخت کې چې هند په نړې واله کچه اقتصادي کامیابۍ ترلاسه کړې دي، هند نشې کولی چې توجه بې امنۍ او بې سباتۍ لوري ته واړوي.

براک اوبامه د امریکې اوهند په تعلقاتو هم رنړا واچوله. هغه وویل د دواړو هیوادونوتعلقات بې حده خوری دی شي. هغه زیاته کړه چې د امریکې او هند تعلقات په سیمه کې د امنیت، خوشحالۍ او پرمختگ ترلاسه کولو کې مهم کردار ادا کولی ‍شي.

ممبۍ ته د سفر ورستو، باراک اوبامه د هند سرښار نوي دلې ته رسیدلی دی. د هند وزیراعظم من موهن سنگ هغه ته د دلې په هوائې اډه هرکلی ویئلو. دواړه مشران به د اتوار په ورځ د ماښام په ډوۍ هم د یو بل سره ویني. د گل په ورځ به باراک اوبامه او من موهن سنگ د ترهگرۍ دمخنیوي او په موسم کې د بدلون په لړ کې یو گامونه اعلانوي.

د ترهگرۍ خلاف د پاکستان د کردار په لړ کې باراک اوبامه ویل چې امریکا د اسلامي تندروي توب د کینسر مخه نیولو په مد کې په بیړنۍ توگه د پاکستان مرسته کوي خو په دې لړ کې پرمختگ دومره تند نه دی څومره چې امریکا غواړي.

د امریکې او هند د تعلقاتو په حقله د پاکستان خارجه وزارت وئیلې دواړه هیوادونه حق لرې چې خپل اړیکې مظبوط کړې.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان عبدالباسط د پاکستان سرکاري ټیلې ویژن ته وئیلې که چرې د امریکې او هند تعلقات د سیمې د پاره منفې اثرات راؤړې نو پاکستان به په دې اندیښمن وي.

عبدالباسط وویل چې د پاکستان او هند تعلقات بهتر کیدل ضروري دي خو ددې نه وړاندې د کشمیر مسله باید حل کړی شي.

د اسیا په ١٠ ورځنۍ دوره کې به باراک اوبامه د هند ورستو انډونیشیا ته سفر کوي. ښاغلې اوبامه د خپل ماشوم والې څه برخه په انډونیشیا کې تیره کړې ده. او د انډونیشیا ورستو به باراک اوبامه جنوبي کوریاته رسیږي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG