د خېبرپښتونخوا په صوابۍ ضلع کې په پوليسو د لاسي بم [هېنډ ګرنېډ] بريد شوی چې په نتيجه کې یې يو تاڼدار وژل شوی او دوه سپاهيان سخت ژوبل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان د برید زمه واري منلې ده.
د صوابۍ د پولیسو په وینا د جمعې په ماښام پوليس د یارحسېن په بازار کې په ډيوټۍ وو چې نامعلومه کسانو پرې لاسي بم ويشتی دی.
پولیسو ویلي د بم په چاودنه کې تاڼدار ساحر خان وژل شوی او هغه سره دوه سپاهيان اعجاز او ګل نصيب خان سخت ژوبل شوي دي.
پولیس چارواکو ویلي، په ژوبلو کې یو ډېر سخت ګل نصيب د درملنې دپاره د مردان مېډېکل کمپليکس روغتون ته منتقل کړی شوی دی.
د چارواکو په وينا د پېښې وروسته په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.
صوابۍ کې وړاندې هم په پوليسو دغه ډول بريدونه شوي خو په وروستيو کې د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې زياتره پوليس په هدف شوي دي.
تېر د فرورۍ په میاشت کې د صوابۍ پوليسو د تحریک طالبان پاکستان د يو کمانډر په ګډون د دوه وسله والو وژلو دعوه کړې وه.
پوليسو ویلي وو وژل شوي وسله والو د پوليسو په وژنه او بريدونو کې ککړ وو.
په خېبر پښتونخوا صوبه کې د روان کال په لومړو درېو مياشتو کې د پوليسو په وژنو کې زياتوالی راغلی دی، د پوليس شمېرو ترمخه په درېو مياشتو کې په 25 بريدونو کې 125 پوليس اهکار وژل شوي او 212 ټپيان شوي دي.
د پوليسو د شمېرو ترمخه په خېبر پښتونونخوا کې د جنورۍ په مياشت تر ټولو زيات په 15 بريدونو کې يو 116 پوليس اهکار وژل شوي او 199 زخميان شوي وو.
په دغه شمېره کې په 30م جنورۍ د پېښور پوليس لاين جمات ځانمرګي بريد کې د 80 نه زيات پوليس اهکار وژل شوي وو، د فرورۍ په مياشت کې په درېو بريدونو کې دوه او د مارچ په مياشت کې په اوو بريدونو کې اووه پوليس اهکار وژل شوي وو.
په پوليسو د زياترو بريدونو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلي دي.
د جمعې په ورځ د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت د کمېټۍ په غونډه کې ويل شوي چې د "ټول قوم او حکومت سره په ګډه د ټول اړخيزه کوټلو عملیاتو پېل کولو منظوري ورکړی شوې ده کوم به چې د يوې نوې جذبې او نوې ارادې سره ملک د ترهګرۍ د لعنت نه پاک کړي".
ويل شوي "د پاکستان څخه د هر دول ترهګرۍ د ناسور د ختمولو دپاره به په دې مجموعي، هر اړخيزه او کوټلو عملیاتو کې سياسي، سفارتي، امنيتي، معاشي او په ټولنیزه کچه هڅې شامل وي او به دغه لړ کې د لوړې کچې یوه کميټي جوړه کړل شوې کومه به چې په دوه اوونیو کې په دې د عمل او حدونو په اړوند سپارښتنې وړاندې کوي".