لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یوکرېن په کړکیچ یورپي او روسي استازو په ویانا کې خبرې وکړې


نېټو او روسي مامورینو د شورو، چهارشنبې، په ورځ په برسلز کې خبرې وکړې

په یورپ کې د امنیت د تنظیم استازو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ویانا کې د روسي مامورینو سره د یوکرېن په سرحد د روس د ځواکونو ځای په ځای کوولو په سر راپورته شوي تاوتریخوالي د کمولو په اړه خبرې وکړې.

د ارګنایزېشن فار سکیورټي اېڼد کواپرېشن اېن یورپ استازي روسي نمایندګانو سره په داسې حال کې خبرې کوي چې په یوکرېن کې د کړکېچ په موضوع پرله پسې دوه ورځې امریکې او نېټو هم د روس سره مذاکرات کړي دي.

د امریکې د خارجه وزارت سټېټ ډپارټمنټ ترجمان نېډ پرایس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ‌ خبرو وروسته خبریالانو ته وویل په مذاکراتو ښکیل فریقېن به تراوسه پورې شوو خبرو جاج اخلي او د اینده ګامونو تعین به کوي.

پرایس د شورو، چهارشنبې،‌ په ورځ ویلي وو چې روسي استازي به روسي صدر ولادېمیر پوټن او روسي پارلېمنټ ته دا رپورټ رسوي او ټول "امید کوي چې امن او امان به غوره کړي، او چې پوهه شي چې مونږ ټول مخلص یوو او مونږ په دې خبره ولاړ یو چې وایوو مونږ د سفارتکارۍ او د مکالمې لاره غوره کوو."

امریکا او نېټو غواړي چې روس کړکېچ د کمولو دپاره ګامونه پورته کړي او د سفارتکارۍ د لارې د مسلې حل راوباسي او د وي او ای رپورټ وايي نېټو او امریکې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د خطر د کمولو دپاره ځینې اقدامات تجویز کړل چې پکې شفافیت، د رابطو په ساتلو او د وسلې مخنیوی شامل دی.

امریکايي سفارتکارې وېڼدي شرمېن چې په برسلز کې یې روس سره خبرو کې د امریکايي پلاوي مشره وه، یو خبري کانفرنس ته وویل دا اوس ماسکو ته اړتیا لري چې د سفارتکارۍ لاره غوره کړي، په دیانتدارۍ دوه اړخیزه خبرې وکړي او د مسلې د حل داسې لارې ولټوي چې د هر چا امن او امان مضبوط کړي.

مېرمن شرمېن وویل روس په داسې حال کې سفارتکاري نشي کولی چې د یوکرېن په سرحد یې یو لک ځواکونو جمع کړي دي او پوځي مشقونه کوي.

د نېټو مشر جېنس سټالټنبرګ وویل هغه روس سره د مسلسل مذاکراتو تجویز وړاندې کړی دی او روس نه ځواب غوښتل شوی دی.

سټالټنبرګ په برسلز کې خبریالانو ته وویل د نېټو اتحادیان روس سره خبرو ته تیار دي "خو مونږ به په بنیادي اصولو مفاهمت نه کوو، مونږ به د یورب د یو ملک په خپلواکۍ او سیمه اییز یوالي هېڅ مفاهمت نه کوو."

روس غواړي نېټو دې د روس په پوله ملکونو نه ځواکونه او پوځي ساز او سامان وباسي او د روس په لورې پراخېدل دې ودروي. روس غواړي نېټو دې د رکنیت دپاره د یوکرېن خواست نه مني. روس دا خبره ردوي چې په یوکرېن د یرغل اراده لري.

د روس نایب خارجه وزیر الېګزېنډر ګرشکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل نېټو سره یې کوټلي خبرې شوي دي خو روس نېټو دفاعي اتحاد نه دی او روس ترې خطر محسوسوي.

ګرشکو وویل که نېټو د دفاع لاره خپلوي نو روس به هم داسې کوي او که نېټو د ویرولو لاره خپلوي نو روس به هم داسې کوي او که چېرې نېټو د روس په دفاعي نظام کې کمزورتیا لټوي نو روس به په د نېټو په دفاع کې نیمګرتیاوې لټوي. "دا زمونږ خوښه نه ده، خو مونږ سره بله څه لاره نېشته که مونږ د حالاتو دا خطرناک ګردش په شا نکړوو."

په عین حال کې د یوکرېن صدر ولادومېر زلېنسکي د خپل هېواد د کړکېچ په مسله د نړیوالو سر مشرانو د غونډې رابللو تجویز وړاندې کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG